د افغانستان د پایښټ لرونکې موخو سره په مطابقت کې د افغانستان د سولې او پراختیا د دویم ملي سند پلي کېدل

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال محمد نبي سروش او د مالیې وزارت د پالیسۍ مرستیال نذیر کبیري په مشرتوب او د د یاد شوي نهادونو د رییسانو په ګډون د افغانستان د سولې او پرمختګ د دویم ملي کاري سند(ANPDF-II ) او د افغانستان د پایښت لرونکې پراختیا موخو د مطابقت ورکونې پروسې د همغږۍ ناسته ، د مالیې وزارت د کنفرانسونو په تالار کې چې موخه یې د ولسمشر د عالي شورا حکم چې د (ANPDF-II ) او ( SDGs ) موخو د ګډو مشترکاتو لپاره د یو جامع سند جوړول دي ترسره شوه.
په دې ناسته کې د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال په یاد برخه کې د اقتصاد وزارت د کړنو په یادولو سره، له یادو وزاتونو څخه د یاد شوي موخو د بیاکتنې
په دې ناسته کې د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال په یاد برخه کې د دې وزارت د کړنو په یادولو سره، له یادو وزاتونو څخه د هغوی د پراختیایي پلان پر بنسټ د یاد شوي موخو د بیاکتنې لپاره په همغږۍ ټینګار؛ او هم په دغه برخه کې د یادې موخو د مطابقت ورکونې او په همدې اړه د یو جامع سند د جوړونې غوښتنه وکړه.
همدارنګه د مالیې وزارت د پالیسي مرستیال د افغانستان د سولې او پراختیا د دویم سند او د افغانستان د پایښت لرونکې پراختیا موخو سره د یو بل مطابقت ورکوونې په اړه خبرې وکړې او د جمهور رییس د حکم په پلی کېدلو او هم د مالیې وزارت د پالیسي معینیت د همکارۍ څخه ډاډ ورکړ.
د غوندې په پای کې د اقتصاد او مالیې وزارتونو ترمنځ په دې برخه کې د ګډو کاري کمیتې په جوړولو باندې هوکړه وشوه.