د اقتصاد وزارت د رهبري هیات غونډه جوړه شوه
![image](/sites/default/files/2021-03/158997864_1584605068403770_9193335964117907121_o.jpg)
۱۳۹۹/ کب/۲۰
نن له غرمې وړاندې د اقتصاد وزارت د رهبري هیات غونډه د ډاکټر کریمه حامد فاریابي په ریاست او ددې وزارت معینانو، مرکزي رییسانو او په انلاین ډول ولایتي ریسانو ګډون درلوده، جوړه شوه.
په پیل کې د هیواد د اقتصاد وزیرې ډاکټر کریمه حامد فاریابي د خپل وروستني سفر، چې کندهار ولایت ته یې کړی و، معلومات وړاندې کړل. او دا سفر یې د زیاتو لاسته راوړنو څخه ډک یاد کړ.او په تعقیب سره داقتصاد وزارت د مختلفو ریاستونو مسولینو خپل کاري راپورونه ارایه کړل.
وروسته د هیواد د اقتصاد وزیرې د دې وزارت د مختلفو ریاستونو د کاري راپورونو د اوریدو، او په مرکز او ولایاتو کې د کارکوونکو د هڅو او فعالیتونو او په ځانګړي ډول د افغانستان د سولې او پرمختګ دوهم سند ANPDF ll مسولیت پزیرۍ او د ستراتیژیک پلان د ترتیب څخه یې مننه او قدرداني وکړه.
په دې ناسته کې اغلې فاریابي د اقتصاد وزارت د بېلابېلو څانګو له کارکوونکو وغوښتل، چې د دوامدار او متوازن پرمختګ او د پراختیایي پروژو نظارت د لا ښې څارنې او د چارو د بریښنایي کولو لپاره د هیواد د اساسي قانون پربنسټ په خپلو منځونو کې همغږي او کار وکړي. او د وزارت د لارښوونو او توقعات په بنا د افغانستان جمهوري دولت د رهبري د اصل په بنا او د مراتبو سلسلې په رعایت هدایت ورکړل.