د اقتصاد وزارت د رهبرۍ او د تغذیې او اقتصاد منزل انسټیټوټ ترمنځ تخنیکي ناسته وشوه

habibi_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۲/۱۶ - ۸:۳۷
image

د اقتصاد وزارت د رهبرۍ او د تغذیې اقتصاد منزل انسټیټیوټ تخنیکي غونډه د اقتصاد وزیرې ډاکټر کریمه حامد فاریابي په مشرۍ او د یاد وزارت د معینانو، یو شمېر مسولینو او د تغذیې او اقتصاد منزل انسټیټیوټ استازو او استادانو په ګډون په اقتصاد وزارت کې جوړه شوه.

په دې ناسته کې د تغذیې او اقتصاد منزل انسټیټیوټ رییس ډاکټر محب الله وحدتي په هیواد کې د بې وزلۍ او د روغتیا په حالت، د کورني اقتصاد په وده او د خوارځواکۍ په کمولو، د ټولنې په اقتصاد او روغتیا په اړیکو او د تغذیې او اقتصاد منزل انسټیټیوټ په لارو چارو پریزنټشن او معلومات وړاندې کړل.

د اقتصاد وزیرې د یاد انسټیټیوټ د کورنۍ اقتصادي ودې د پیاوړتیا له فعالیتونو مننه وکړه او د سالمې ټولنې د درلودلو ډاډ یې څرګند کړ. اقتصاد وزارت ژمن دی، چې د اقتصادي ودې لپاره مؤثره پالیسي رامنځته کړي او په دې برخه کې د اکاډمیکو بنسټونو له پلانونه او تحلیلونه څخه به ګټه واخلو او د ټولنې په وده کې په ځانګړي ډول د کورني اقتصاد په پیاوړتیا کې بنسټیز کار وکړو.

په دې ناسته کې د کورني اقتصاد د ودې او په ټولنه کې د تغذیې یو غوره او مؤثر سیستم په رامنځته کولو کې د ګډ کار د کولو په څرنګوالي بحث وشو.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۰ - ۱۴:۱۹
Background image

*محترم الحاج قاري دین‌محمد «حنیف» د اقتصاد وزیر، د نړیوالې موسسې CRS له عمومي رئیس شان کلاهان او ورسره مل پلاوي سره د لیدنې پر مهال، د بشري مرستو د دوام، د معیشتي ستونزو اغېزمنې حل‌لارې او راستنېدونکو ته د لازمې اسانتیاوو د رامنځته کولو په اړه خبرې وکړې.*

په دې لیدنه کې، د اسیا او اروپا لپاره د CRS د سیمه‌ییز دفتر رئیس حسن محمد المهدي او په افغانستان کې د CRS د دفتر رئیسې مېرمن برانون مور هم ګډون درلود. د یادې موسسې مسؤلینو د کرنې او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۷ - ۹:۴۶
Background image

په زابل ولايت کي (316) کورنیو ته څه باندي دوه (٢) ميليونه افغانی وويشل شوي

په زابل ولايت کي (316) کورنیو ته څه باندي دوه (٢) ميليونه افغانی وويشل شوي

یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۶ - ۱۵:۲۵
Background image

د اقتصاد وزارت سرپرست الحاج قاري دین محمد حنیف په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د دفتر له مشرې ډانیل اندریس او د اوچا له مشرې میرمن ایزابیل موسارډ سره وکتل.

نن یکشنبه د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د ربیع الاول د میاشتې په ۲۳ نیټه چې د ۱۴۰۲ هجري شمسی، کال د میزان د میاشتې له ۱۶ مي نیټې سره سمون خوري د اقتصاد وزارت سرپرست وزیر الحاج قاري دین محمد حنیف. . .

BACK TO NEWS