د اقتصاد وزارت ستراتیژیک پلان تدوین شو

habibi_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱۲ - ۱۲:۵۸
image

۱۳۹۹/ سلواغه/۱۲

د اقتصاد وزارت ستراتيژیک پلان د بشپړونې ورکشاپ د اقتصاد وزارت د کنفرانسونو په تالار کې جوړ شو.

نوموړی ورکشاپ د اقتصاد وزارت د رهبرۍ په حضور کې دایر شوی و، چې د مرکزي ریسانو سربېره ولایتي ریاستونو رییسانو، مشاورینو او اقتصادي کارپوهانو هم پکې ګډون درلود او د اقتصاد وزارت په پنځه کلنې تګلارې (مسوده) ۱۴۰۰ /۱۴۰۵ باندې بحث او مشورې تر سره شوې.

په پیل کې د اقتصاد وزارت وزیرې ډاکټر کریمه حامد فاریابي ددې وزارت په پنځه کلن ستراتیژيک پلان په جوړولو ټینګار وکړ. او دایې د ټولنیزې هوساینې په برابرولو او د ځان بسیا او متحرک اقتصاد په تر لاسه کولو کې د اقتصاد وزارت مهمه ونډه یاده کړه.

نوموړې د پلان د مسودې د تسوید لپاره ددې وزارت له

تخنیکي ډلې څخه مننه وکړه. او دا یې د وزارت په انسجام کې یو تاریخي کار وګڼلو. او د هیواد اقتصادي ودې او پرمختیا لپاره د اقتصادي سیاست، پالیسیو او ستراتیژیو له جوړولو پرته په افغانستان کې د اقتصادي ودې لاسته راوړل ناممکن وګڼل.

نوموړې زیاته کړه، چې د دې پلان سره به اقتصاد وزارت خپل نوی او تکاملي پړاو ته د ننه شي او خپلې ستراتیژیکې موخې او لاسته راوړلو لپاره به یو پیاوړی او پر ځان بسیا اقتصاد ولري. او د افغانستان د دوامداره پرمختګ، د ټولنیزې هوساینې چمتو کول، د بېوزلۍ کمښت او آباد او پر ځان بسیا اقتصاد د بډاینې لپاره به زیات کار وکړو.

وروسته د اقتصاد وزارت مسلکي معین محمد نبی سروش او اداري او مالي معین محمد یوسف شیرزی د اقتصاد وزارت په موخو، پروګرامونو، دندو او همداراز د اقتصاد وزارت په نویو پروګرامونو او د ټولنې د اړتیاو په بنسټ په اقتصادي ودې خبرې وکړې. او اقتصاد وزارت یې یو پالیسي جوړونکی، کلیدي او د افغانستان د پراختیا او پرمختیا په برخه کې یې یو مهم او سکتوري وزارت یاد کړ. ع

وروسته د اقتصاد وزارت پنځه کلن پلان د ورکشاپ ګډونوالو ته وړاندې شو. څلور ګروپونو په مشترک ډول خپل نظرونه او وړاندیزونه سره شریک کړل او یو واحد نظر رامنځته شو.

دا پلان به د سلاکارانو او اقتصادي کارپوهانو د نظرونو او وړاندیزونو له یو ځای کولو او د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د مشرتابه له تصویب وروسته به پلی شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۶ - ۱۵:۲۵
Background image

د اقتصاد وزارت سرپرست الحاج قاري دین محمد حنیف په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د دفتر له مشرې ډانیل اندریس او د اوچا له مشرې میرمن ایزابیل موسارډ سره وکتل.

نن یکشنبه د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د ربیع الاول د میاشتې په ۲۳ نیټه چې د ۱۴۰۲ هجري شمسی، کال د میزان د میاشتې له ۱۶ مي نیټې سره سمون خوري د اقتصاد وزارت سرپرست وزیر الحاج قاري دین محمد حنیف. . .

یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۶ - ۱۴:۲۵
Background image

د اقتصاد وزارت سرپرست الحاج قاري دین محمد حنیف په هرات ولایت کې د زلزله ځپلو کورنیو ته د رسیدګۍ په موخه د کورنیو او بهرنیو غیر دولتي ادارو له مسوولینو سره د مرستو او بشردوستانه فعالیتونو د ګړندیتوب په موخه غونډه وکړه.

نن یکشنبه  د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د ربیع الاول د میاشتې ۲۳ نیټه چې د ۱۴۰۲ هجري شمسی کال د میزان د میاشتې د ۱۶ نیټې سره سمون خوري الحاج قاري دین محمد حنیف د اقتصاد وزارت سرپرست د کورنیو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۶/۲۱ - ۱۵:۳۸
Background image

د اقتصاد وزارت د رهبري پلاوي نوبتي غونډه د اقتصاد وزارت سرپرست، قاري دین محمد حنیف په مشرۍ جوره شوه.

نن سه شنبه د ۱۴۴۲/۶/۲۱ هـ ش نیټه چې د ۱۴۴۵/۲/۲۶ هـ ق نیټې سره سمون خوری د اقتصاد وزارت د رهبري پلاوي نوبتي غونډه د اقتصاد وزارت سرپرست، قاري دین محمد حنیف په مشرۍ، د اقتصاد وزارت مالي. . .

BACK TO NEWS