د اقتصاد وزارت سرپرست الحاج قاري دین محمد حنیف د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږي کوونکي اداری UN OCHA مرستیال فرانس اکوزا FranEquiza او ورسره ملګري ټیم سره وکتل.
د اقتصاد وزارت سرپرست الحاج قاري دین محمد حنیف د یکشنبې په ورځ چې د ۱۴۴۳ کال د جمادي الثاني د میاشتې له ۲۷ نیټې سره سمون خوري، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږي کوونکي اداری UN OCHA مرستیال فرانس اکوزا FranEquiza او ورسره ملګري ټیم سره وکتل.
غونډه چې د همغږۍ د ښه والي او د انډولیز پراختیا له اصولو سره سم په شفاف او عادلانه ډول د د بشري مرستو د رسولو د بهیر د چټکتیا په موخه جوړه شوې وه، په لومړی کي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږي کوونکي اداری UN OCHA چارواکو په تېرو شپږو میاشتو کې د خپلو فعالیتونو په اړه لنډ معلومات شریک کړل.
وروسته د اقتصاد وزارت سرپرست ،د ملګرو ملتونو، مرستندویه هیوادونو او نړیوالو سازمانونو د بشردوستانه مرستو دهرکلۍ تر څنګ د نوي طرزالعمل د جوړیدو په هکله چي د بشري مرستو د ویش په بهیر کې د روڼتیا رامنځته کولو لپاره په دې وروستیو کې د ا.ا.ا د کابینې لخوا تصویب شو، دغونډی ګډونوالو ته هر اړخیز معلومات ورکړل شو.