د اقتصاد وزیرې د مالیې سرپرست وزیر سره وکتل
د هېواد د اقتصاد وزیرې ډاکتر کریمه حامد فاریابي د مالیې سرپرست وزیر, خالد پاینده سره په یاد وزارت کې وکتل.
په لیدنه کې د پروژو د اقتصادي مطالعاتو، څارنې، ارزونې، د پروژو د راپور ورکونې او په مالي او تخنیکي برخو کې د دواړو وزارتونو د کم کاریو په اړه بحث وشو.
دواړو لوریو د لازیاتو همغږیو، د ننګونې په حلولو او له رامنځته شويو فرصتونو څخه د موثرې استفادې لپاره په سمو پلان نیونو باندې خبرې وکړې او هوکړه یز وکړه چې د افغانستان پرمختګ او ودې ته د رسېدو لپاره له یو بل سره لا زیاتې همکارۍ وکړي.
د لیدنې په پای کې، د افغانستان د پرمختګ او ودې ته د رسېدو لپاره د اقتصاد وزیرې له مالیې وزارت سره د ګډو همکاریو او کار ته د چمتوالي په ښودلو سره زیاته کړه; چې دواړه وزارتونه افغانستان ته د شته فرصتونو د استفادې لپاره ژمن دي.