د اقتصاد وزیر د ملګرو ملتونو د پراختیا د همغږۍ دفتر لپاره د آسیا او آرام سمندر سیمه ییز رئیس نیل بوهن سره وکتل.
دواړه خواوې د پراختیا او اقتصاد اړوند مسئلو باندې په تمرکز ، د ملګرو ملتونو ادارې د کار کولو د څرنګوالی اصلاح کول، د دوامداره پرمختیایی اهدافو پلي کول او په افغانستان کې د دې مؤثره پلي کولو کې د نادولتي مؤسسو رول په اړه بحث او د برنامو د موثرتوب او دوامداره کېدو لپاره د راتلونکو پلانونو ګډ ډیزاین باندې ټینګار وکړل.