د اقتصاد وزیر په افغانستان کې د امریکا د سفارت مرستیال سره وکتل

۱۳۹۹/ سلواغه/ ۸
نن له غرمې مخکې د اقتصاد وزیرې ډاکټر کریمه حامد فاریابي په افغانستان کې د امریکا متحده ایلاتو د سفارت مرستیال مک کاري سره ولیدل.
په دې لېدنه کې د اقتصاد وزیرې د هېواد د اوسیدونکو لپاره د ژوند د برابرښت کچه، د بېوزلۍ کمښت او د کاري فرصتونو د رامنځته کولو هوډ او د هیواد وګړو ته د کاري زمینې په برابرولو کې او همداراز د خصوصي سکتورنو څخه ملاتړ په اړه یې خپل باور وښوده. او د سولې او اقتصاد په چارو کې پرمختیا او د افغان دولت د برنامو( د سولې د ملی چوكاټ دوهم سند) په نظر کې نیولو سره د افغانستان پرمختیا یې شونې یاده کړه .
همدارنګه په دغه لیدنه کې ډاکټر کریمه حامد فاریابي په کابل کې د امریکا د سفارت مرستیال سره د اروپا د اتحادیې استازو او د اروپایي هېوادنو د سفرانو سره په پخواني لیدنه کې د غیر دولتي موسسو د قانون تعدل په اړه د غلط فهمۍ د لرې کولو د اقتصادي څيړنو او تحلیلونو او د موسساتو د قانون د تعدیل په اړه د نوې او اهمې تګلاره په نظر کې نیولو په مورد بحث او خبرې وکړې.
وروسته په افغانستان کې د امریکا سفارت مرستیال خوښي او ډاډ څرګند کړ او ویې ویل، چې موږ به د اقتصاد وزارت سره په ټولو کاري برخو کې همکاري وکړو.