د اقتصاد وزیر ډاکټر کریمه حامد فارابي د غیر دولتي سازمانونو د کار په تخصص ټینګار وکړ

د افغانستان د اقتصاد وزارت:
د غیر دولتي موسسو د چارو د انسجام غونډه دهیواد د اقتصاد وزیرې ډاکټر کریمه حامد فاریابي په مشرۍ او د کمیسیون د غړو په ګډون د اقتصاد وزارت د کنفرانسونو په تالار کې جوړه شوه.
په دې غونډه کې د (۱۶) غیر دولتي موسسو سندونه د ارزونې لپاره تخنیکي کمیټې ته وړاندې شول.
همدارنګه د (۲۹۲) غیر دولتي موسسې، چې له دوو کلونو راهسې یې خپلو چارو راپورونه اقتصاد وزارت سره نه دي شریک کړي، فرصت ورکړل شو، ترڅو د خپلو کړنو راپورنه د وزارت سره شریک کړې؛ او که داسې ونه کړي د هغوي فعالیتونه به منحل شي.
په دې غونډه کې د سندونو د ارزونې سربیره د (۱۷) غیر دولتي کورنيو موسسو او د یوې بهرني موسسې د بیا فعالېدلو لپاره او د دوو موسساتو د نومونو د بدلون په اړه د یوه دولتي موسسې د مثنی جواز اخیستنې ته او هم د وزارت مشرتابه د غوښتنې سره سم د یوه کورني موسسې او د یوې بهرنې موسسې د انحلال لپاره ټاکلې مصوبه لاسلیک شوه.
د یادونې وړ ده، چې د اقتصاد وزیرې د غیر دولتي موسساتو په کاري روڼتیا او د هغوی پر زیاترو باندې تخصصي کېدلو ټینګار وکړ.
دا په داسې حال کې ده، چې د اقتصاد وزارت د غیر دولتي موسسو دکړنو د انسجام په ریاست کې لا تر اوسه (۲۱۷۹) غیر دولتي موسسې ثبت دي، چې له هغو څخه (۱۹۱۲) کورنۍ موسسې او (۲۶۷) موسسې یې بهرني موسسې دي.