د تخار له والي سره د اقتصاد وزیرې لیدنه

۱۳۹۹/کب/۲۵
د هېواد د اقتصاد وزیرې ډاکټر کریمه حامد فاریابي د تخار والي مولوي عبدالله قرلق او ددې ولایت له قومي مشر ښاغلي عبدالحکیم ترکستاني سره وکتل.
په دې لیدنه کې د تخار والي په یاد ولایت کې د پراختیایي پروژو په برخه کې د شته ننګونو په یادولو سره د تخار ولایت د خلکو غوښتنې او وړاندیزونه د اقتصاد له وزیرې سره شریک کړل.
د اقتصاد وزیرې، د تخار ولایت د خلکو د غوښتنو او وړاندیزونو په اورېدو سره په دې ولایت کې د ټولنیزو ننګونو د حل لپاره هڅې او په دې ولایت کې د متوازنو پراختیايي برنامو او تګلارو د جوړولو ژمنه وکړه.