د جنسیتي اختلافاتو په اړه د اوراسیا په نړیوال سیمینار کې د اقتصاد وزیرې خبرې

habibi_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲۱ - ۲:۳۳
image

۱۳۹۹/سلواغه/۲۱

نن له غرمې وروسته ډاکټر کریمه حامد فاریابي په یوه انلاین نړیوال سیمینار کې ګډون درلود. نوموړی سیمینار، چې د Gender Gaps in Eurasia ( جنسیتي اختلافات په اوراسیا) تر نامه لاندې د اقتصادي پراختیا د همکارۍ سازمان(OECD) له لوري په انلاین ډول جوړ شوی و؛ چې پکې ددې سازمان ارتباطي رییس، د سلواک جمهوریت د پارلمان استازي او سفیر، د قرغزستان، اوکراین، اوزبیکستان، قزاقستان هیوادونو استازو او همداراز د په منګولیا کې د UNDP استازی، په اسیا او اروپا کې د UN Women سیمه ییزو رییسانو ګډون کړی و.

په دې سیمینار کې په جنسیتي اختلافاتو بالخصوص د کرونا ناروغۍ په جریان کې په اړول شویو زیانونو بحث او خبرې وشوې. د سیمینار ګډونکوونکو خپلو کارونو ته په اشارې ښځو ته د زیات تاوان د اړولو یاده وکړه.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت په استازیتوب د اقتصاد وزیرې ډاکټر کریمه حامد فاریابي د کرونا ویروس په منفي اثاراتو او خلکو ته د کارونو په ودریدو بلخصوص د ښځو په کارونو ، چې د ټولنې زیاته برخه جوړوي خبرې وکړې.

هغې وویل : چې افغانستان د نورو سیمه ییزو هیوادونو په څېر ښځې یې د امنیت او کار په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي. او د عایداتو په لحاظ لاسته راوړنې نه لري. او ډېرۍ میرمنې په غیر رسمي سکتورنو کې په کارونو بوختې دي. د کرونا ناروغۍ د خپراوي په وختونو کې د قرنتین له امله بې دندې شوې او د زیات اقتصادي ضعف سره مخامخ دي.

همداراز د اقتصاد وزیرې د ښځو د ستونزو په اړه وویل، چې : افغانې میرمنې زده کړو ته لاس رسی نه لري، روغتیایي اسانتیاو څخه بې برخې دي، د بېلا بېلو خشونتونو ، لکه : د روغتیا په برخه کې د ښځینه پرسونل کمښت، او په دې اړه په نه پانیوي خبرې وکړې.

په وروستیو کې د اقتصاد وزیرې د OECD د بلنې او د اوراسیا په دې برخه کې د څیړنو مننه وکړه او ویې غوښتل، چې دا هیواد په دې برخه کې د لا نورې همکارۍ جوګه هم شي؛ تر څو افغانستان دغې ستونزې ته د پای ټکی کیږدي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۶ - ۱۵:۲۵
Background image

د اقتصاد وزارت سرپرست الحاج قاري دین محمد حنیف په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د دفتر له مشرې ډانیل اندریس او د اوچا له مشرې میرمن ایزابیل موسارډ سره وکتل.

نن یکشنبه د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د ربیع الاول د میاشتې په ۲۳ نیټه چې د ۱۴۰۲ هجري شمسی، کال د میزان د میاشتې له ۱۶ مي نیټې سره سمون خوري د اقتصاد وزارت سرپرست وزیر الحاج قاري دین محمد حنیف. . .

یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۶ - ۱۴:۲۵
Background image

د اقتصاد وزارت سرپرست الحاج قاري دین محمد حنیف په هرات ولایت کې د زلزله ځپلو کورنیو ته د رسیدګۍ په موخه د کورنیو او بهرنیو غیر دولتي ادارو له مسوولینو سره د مرستو او بشردوستانه فعالیتونو د ګړندیتوب په موخه غونډه وکړه.

نن یکشنبه  د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د ربیع الاول د میاشتې ۲۳ نیټه چې د ۱۴۰۲ هجري شمسی کال د میزان د میاشتې د ۱۶ نیټې سره سمون خوري الحاج قاري دین محمد حنیف د اقتصاد وزارت سرپرست د کورنیو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۶/۲۱ - ۱۵:۳۸
Background image

د اقتصاد وزارت د رهبري پلاوي نوبتي غونډه د اقتصاد وزارت سرپرست، قاري دین محمد حنیف په مشرۍ جوره شوه.

نن سه شنبه د ۱۴۴۲/۶/۲۱ هـ ش نیټه چې د ۱۴۴۵/۲/۲۶ هـ ق نیټې سره سمون خوری د اقتصاد وزارت د رهبري پلاوي نوبتي غونډه د اقتصاد وزارت سرپرست، قاري دین محمد حنیف په مشرۍ، د اقتصاد وزارت مالي. . .

BACK TO NEWS