د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال محترم الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ، د لوګر ولایت د مس عینک له کان څخه لیدنه وکړه.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال محترم الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ، د لوګر ولایت د مس عینک له کان څخه لیدنه وکړه. پلاوي چې مشري یې محترم ملا صاحب کوله او د کانونو او پټرولیم، اقتصاد، صنعت او سوداګرۍ، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارتونو محترمو وزیرانو، د چارو ادارې مشر او یو شمېر امنیتي مسوولینو ګډون درلود، د مس عینک کان بېلابېلې برخې وکتلې. الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند د مس عینک کان د هېواد له پاره مهمه اقتصادي سرچینه وبلله، له چین هېواد څخه یې غوښتنه وکړه چې د یاد کان عملي چارې دې ژر تر ژره پیل کړي. د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال په مشرۍ پلاوي په یاده سیمه کې د پروژې د قراردادي شرکت ام سي سي له مسوولینو سره هم وکتل. په پای کې پلاوي د دغه کان لرغونې سیمې وکتلې او په دغو سیمو کې یې د موجودو لرغونو اثارو د لېږد په اړه اړوند مسوولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.