د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ، د لوګر ولایت د مس عینک له کان څخه لیدنه وکړه.

press
Sun, Nov 27 2022 8:01 AM
د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ، د لوګر ولایت د مس عینک له کان څخه لیدنه وکړه.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ، د لوګر ولایت د مس عینک له کان څخه لیدنه وکړه. پلاوي چې مشري یې محترم ملا صاحب کوله او د کانونو او پټرولیم، اقتصاد، صنعت او سوداګرۍ، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارتونو محترمو وزیرانو، د چارو ادارې مشر او یو شمېر امنیتي مسوولینو ګډون درلود، د مس عینک کان بېلابېلې برخې وکتلې. الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند د مس عینک کان د هېواد له پاره مهمه اقتصادي سرچینه وبلله، له چین هېواد څخه یې غوښتنه وکړه چې د یاد کان عملي چارې دې ژر تر ژره پیل کړي.  د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال په مشرۍ پلاوي په یاده سیمه کې د پروژې د قراردادي شرکت ام سي سي له مسوولینو سره هم وکتل. په پای کې پلاوي د دغه کان  لرغونې سیمې وکتلې او په دغو سیمو کې یې د موجودو لرغونو اثارو د لېږد په اړه اړوند مسوولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.

Latest news

Tue, Sep 12 2023 3:40 PM
Background image

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy, with the participation of the. . .

BACK TO NEWS