د زمري اوومه د ملي بیرغ ورځ ولمانځل شوه.

habibi_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۷ - ۹:۴
image

اقتصاد وزارت _افغانستان: د زمري اوومه د ملي بیرغ ورځ د اقتصاد وزیرې ډاکټر کریمه حامد فاریابي په حضور کې د اقتصاد وزارت معینانو، رییسانو، مشاورینو، او د اقتصاد وزارت د کارکوونکو په ګډون ولمانځل شوه.

د اقتصاد وزیرې ډاکټر کریمه حامد فاریابي د افغانستان د ملي بیرغ د ورځې په مناسبت په جوړه شوې غونډه کې وویل، چې د افغانستان ملي بیرغ ددې هیواد د اوسیدونکو، ملي هویت، عزت او د ویاړونو سمبول دی.

ډاکټر فاریابي څرګنده کړه، چې د جمهوریت تر چتر لاندې ملي یووالي یوه مانا لري او د جمهوریت ترچتر لاندې په دې وروستیو کالونو کې د هیواد په کچه د ابادۍ او پرمختیا کارونه تر سره شوي دي. افغانو میرمنو خپل اساسي حقوق تر لاسه کړي دي.

د ملي بیرغ د ورځې په مناسبت په جوړه شوې غونډه کې د اقتصاد وزیرې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د مقاومت او همدارنګه د هیواد د هغو اوسیدونکو، چې د جګړې په کرښو کې د ملي ارزښتونو د دفاع لپاره مبارزه کوي مننه وکړه.

ډاکټر فاریابي ټینګار وکړ که اړتیا شوه افغانې میرمنې هم چمتو دي، چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو تر څنګ ودریږي، د ځمکنۍ بشپړتیا، د جمهوري نظام او نورو ملي ارزښتونو څخه دفاع وکړي. یاد مراسم د اقتصاد وزیرې او ددې وزارت معینانو له لوري د وزارت په انګړ کې د ملي بیرغ په پورته کولو سره پای ته ورسیدل.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۶ - ۱۵:۲۵
Background image

د اقتصاد وزارت سرپرست الحاج قاري دین محمد حنیف په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د دفتر له مشرې ډانیل اندریس او د اوچا له مشرې میرمن ایزابیل موسارډ سره وکتل.

نن یکشنبه د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د ربیع الاول د میاشتې په ۲۳ نیټه چې د ۱۴۰۲ هجري شمسی، کال د میزان د میاشتې له ۱۶ مي نیټې سره سمون خوري د اقتصاد وزارت سرپرست وزیر الحاج قاري دین محمد حنیف. . .

یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۶ - ۱۴:۲۵
Background image

د اقتصاد وزارت سرپرست الحاج قاري دین محمد حنیف په هرات ولایت کې د زلزله ځپلو کورنیو ته د رسیدګۍ په موخه د کورنیو او بهرنیو غیر دولتي ادارو له مسوولینو سره د مرستو او بشردوستانه فعالیتونو د ګړندیتوب په موخه غونډه وکړه.

نن یکشنبه  د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د ربیع الاول د میاشتې ۲۳ نیټه چې د ۱۴۰۲ هجري شمسی کال د میزان د میاشتې د ۱۶ نیټې سره سمون خوري الحاج قاري دین محمد حنیف د اقتصاد وزارت سرپرست د کورنیو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۶/۲۱ - ۱۵:۳۸
Background image

د اقتصاد وزارت د رهبري پلاوي نوبتي غونډه د اقتصاد وزارت سرپرست، قاري دین محمد حنیف په مشرۍ جوره شوه.

نن سه شنبه د ۱۴۴۲/۶/۲۱ هـ ش نیټه چې د ۱۴۴۵/۲/۲۶ هـ ق نیټې سره سمون خوری د اقتصاد وزارت د رهبري پلاوي نوبتي غونډه د اقتصاد وزارت سرپرست، قاري دین محمد حنیف په مشرۍ، د اقتصاد وزارت مالي. . .

BACK TO NEWS