د زمري اوومه د ملي بیرغ ورځ ولمانځل شوه.

habibi_admin
Thu, Jul 29 2021 9:04 AM
image

اقتصاد وزارت _افغانستان: د زمري اوومه د ملي بیرغ ورځ د اقتصاد وزیرې ډاکټر کریمه حامد فاریابي په حضور کې د اقتصاد وزارت معینانو، رییسانو، مشاورینو، او د اقتصاد وزارت د کارکوونکو په ګډون ولمانځل شوه.

د اقتصاد وزیرې ډاکټر کریمه حامد فاریابي د افغانستان د ملي بیرغ د ورځې په مناسبت په جوړه شوې غونډه کې وویل، چې د افغانستان ملي بیرغ ددې هیواد د اوسیدونکو، ملي هویت، عزت او د ویاړونو سمبول دی.

ډاکټر فاریابي څرګنده کړه، چې د جمهوریت تر چتر لاندې ملي یووالي یوه مانا لري او د جمهوریت ترچتر لاندې په دې وروستیو کالونو کې د هیواد په کچه د ابادۍ او پرمختیا کارونه تر سره شوي دي. افغانو میرمنو خپل اساسي حقوق تر لاسه کړي دي.

د ملي بیرغ د ورځې په مناسبت په جوړه شوې غونډه کې د اقتصاد وزیرې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د مقاومت او همدارنګه د هیواد د هغو اوسیدونکو، چې د جګړې په کرښو کې د ملي ارزښتونو د دفاع لپاره مبارزه کوي مننه وکړه.

ډاکټر فاریابي ټینګار وکړ که اړتیا شوه افغانې میرمنې هم چمتو دي، چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو تر څنګ ودریږي، د ځمکنۍ بشپړتیا، د جمهوري نظام او نورو ملي ارزښتونو څخه دفاع وکړي. یاد مراسم د اقتصاد وزیرې او ددې وزارت معینانو له لوري د وزارت په انګړ کې د ملي بیرغ په پورته کولو سره پای ته ورسیدل.

 

Latest news

Tue, Sep 12 2023 3:40 PM
Background image

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy, with the participation of the. . .

BACK TO NEWS