د مشرانو جرګې په ملي، مالي او بودیجوي کمیسیون کې د اقتصاد وزیرې ګډون

اقتصاد وزارت، افغانستان: د مشرانو جرګې په ملي، مالي او بودیجوي کمیسیون غونډه، ددې کمیسیون د رییس محمد رحیم حسن یار په مشرۍ جوړه شوې وه او د هیواد د اقتصاد وزیرې ډاکټر کریمه حامد فاریابي د هیواد د اقتصادي حالت د عمومي وضعیت، اقتصادي ودې، د تورم نرخ، په هیواد کې د بې کارې په کچه، په خپل سرو کټو، د خوراکي خوندیتوب په اړه د ارقامو له مخې د ټولو دولتي پروژو د ارزونې له مخې د افغانستان د پایښت لرونکي پراختیا د موخو په اړه توضیحات ورکړل. نوموړې وویل : دا مهال په هیواد کې۱۹۲۴ کورنۍ موسسې او ۲۸۰ بهرنۍ موسسې فعالیت لري، چې په کال کې شاوخوا ۸۵۰ میلیونه ډالره په مختلفو سکتورنو کې د اقتصادي او ټولنیزو پروژو لپاره مصرفیږي.
د اقتصاد وزیرې د چارو د پرمختګ او د اختیاري او غیر اختیاري پروژو د اغیزمنتوبو څخه، چې پنځه پروژې( ولایتونو کې د اقتصاد ریاست د ودانیو اعمار، د لوړو ټولنیزو اغېز سره پراختیایي پروژې، د کارموندنې برنامه او د اقتصادي څیړنو د پلان ایښودنې او ارزونې پروژه) پکې شاملې دي، معلومات وړاندې کړل.
وروسته احمد ریاض صدیقي د اقتصاد وزارت د غیر دولتي موسساتو فعالیتونو د انسجام رییس د غیر دولتي موسساتو په قانون کې د تعدیلاتو په اړتیا او د ادارې مصارفو په فیصدۍ او پراختیایي پروژو اړوندو مواردو په اړه توضیحات وړاندې کړل.
د کمیسیون رییس، د اقنصاد وزیرې څخه د هغې د کړنو او منظم کولو چارو لپاره ستاینه وکړه او د مشرانو جرګې د ملي، مالي او د بودیجوي کمیسیون او د اقتصاد وزارت تر منځ په لا همغږۍ باندې ټینګار وشو.