د هلمند د اقتصاد رییس محمد خان نصرت د شهادت په اړه د اقتصاد وزارت د مشرتابه او کارکونکو د تسلیت پیغام
![M.Khan Nasrat](/sites/default/files/2019-03/55576205_2293522714263379_6756868483079733248_n.jpg)
د هلمند د اقتصاد رییس محمد خان نصرت د شهادت په اړه د اقتصاد وزارت د مشرتابه او کارکونکو د تسلیت پیغام
بسم الله الرحمن الرحیم
انا لله و انا الیه راجعون
په ډیر تاسف او خواشني سره مو خبر تر لاسه کړ چی د لشکر ګاه په نننی چاودنه کی د هلمند د اقتصاد رییس محمد خان نصرت په ډیره بی رحمۍ سره په شهادت ورسید.
شهید محمد خان نصرت ډیر پوه ژمن او با درکه شخص وو چی د هیواد د پرمختګ او هوساینی لپاره یی ځانګړی طرحی او برنامی درلودلی.
نصرت صیب د شهادت تر وروستی شیبو پوری د هیواد او خلکو په خدمت کی و، د دوی وروستی طرحه د هلمند ولایت د لبنیاتو او غنمو د افزایش په هکله وه.
نصرت صیب تر وروستی شیبو پوری د هیواد د پرمختګ او هوساینی لپاره مبارزه وکړه او په همدی لاره کی په شهادت ورسید.
![M.Khan Nasrat](/sites/default/files/inline-images/54523335_2273551636042420_8718440838130040832_n_0.jpg)
د اقتصاد وزارت مشرتابه او او کار کوونکي د اسلام د دښمنانو دغه شومی او کرغیړنی کړنی په کله سره غندی چی په نتیجه کی نصرت صیب او زمونږه نور بیګناه هیوادوال په شهادت ورسیدل.
د اقتصاد وزارت مشرتابه د دی پیښی شهیدانو ته د متعال رب د دربار څخه د فردوس جنت او ټپیانو ته د عاجلی روغتیا استدعا لری او همدارنګه د شهید محمد خان نصرت کورنی سره خپله ژوره همدردی او د تسلیت مراتب وړاندی کوی.
په درنښت
د اقتصاد وزارت مشرتابه هیات