د هیواد اقتصاد وزیر له یوه ټيم سره چې د ملي شورا، خصوصي سکتور او د افغانستان د فکر خونې غړي پکې دي، د سویس هېواد د داوس په ښار کې د «کسپین اونۍ ۲۰۲۰» په کنفرانس کې ګډون وکړ.
دغه کنفرانس چې هر کال د اقتصاد د نړیوال مرکز «World Economic Forum»په څنډه کې جوړېږي، په عمده ډول د لوی کسپین د سیمې پر اقتصادي موضوعاتو بحث پکې کېږي. افغانستان او پاکستان په لومړي ځل د دغو پلاتفورم په بحثونو کې شامل شوي دي.
د هېواد د اقتصاد وزیر د افغانستان د ټيم د نورو غړو تر څنګ په بېلابېلو پنلونو کې پر بېلابېلو موضوعاتو لکه په افغانستان کې اقتصادي او د پانګونې فرصتونه، د سیمې په اتصال کې د افغانستان رول، د اروپا ـ اسیا او جنوبي اسیا ترمنځ سوداګري او ترانزیټ، د انرژۍ د لېږد سترې پروژې (ټاپي ګاز او ټاپ برېښنا)، اقتصادي دهلیزونه او په سیمه کې له شته پوتنشیلونو څخه ښه ګټه اخیستنه، د دوامدارې ودې د ترلاسه کولو لپاره سیمه ییزې همپالنې ته اړتیا او په افغانستان کې تر سولې وروسته پر اقتصادي سناریو خبرې وکړې او د دغو موخو د ترلاسه کولو لپاره یې د ګډو او عملي سیمه ییزو تګلارو د جوړولو غوښتنه وکړه.