د کارموندنې پروژې د رهبرۍ کمېټې غونډه دایره شوه

habibi_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۱ - ۱۰:۳
image

د ۱۳۹۹ لمریز کال د کب د میاشتې یوویشتمه نېټه، پینځه‌نۍ

نن له غرمې مخکې، د هېواد د اقتصاد وزیرې ډاکتر کریمه حامد فاریابي په مشرۍ د وزارت د معینانو او د پلي کوونکو ادارو د رییسانو (د اقتصاد وزارت، د بهرنیو چارو وزارت، د سیمه‌ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې او د کابل ښاروالۍ) ترمنځ د پلي کوونکو ادارو د مشکلاتو د رفع کولو او د دوی تر منځ د لا زیاتې همغږۍ په موخه د کارموندنې پروژې د رهبرۍ غونډه (Steering Committee) په اقتصاد وزارت کې دایره شوه.

غونډه د ډاکتر کریمه حامد فاریابي په ویناوو پیل او له هغه وروسته، د کارموندنې پروژې اجراييوي رییس، مطیع الله جاهد د غونډې ګډونوالو ته یاده پروژه ور وپېژندله او د پروژې د فعالیتونو، پرمختګونو، ننګونو او د دغې پروژې د لاسته راوړنو په اړه يې معلومات ورکړل.

همداراز د اقتصاد وزیرې هم په دې وزارت او پلي کوونکو ادارو کې پر موجودو ظرفیتونو باندې په ټینګار او د نړیوالو معیارونو او د روڼتیا اصل، موثریت، پرمختګونو او لاسته راوړنو په پام کې نیولو سره دغه پروژه د تطبیق پر مهال له موجودو ننګونو سره سره هم مثبته وارزوله.

وروسته د تطبیق کوونکو ادارو استازو په خپل وار سره د دغې پروژې د اهمیت په اړه خبرې وکړې او د یادې پروژې پر لاسته راوړنو، ننګونو او راتلونکو پلانونو یې بحث وکړ او د دغې پروژې د موثر او پر وخت تطبیق په پار یې ډاډ ورکړ.

غونډه د تطبیق کوونکو ادارو لخوا د پرېکړو په راټولو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۶ - ۱۵:۲۵
Background image

د اقتصاد وزارت سرپرست الحاج قاري دین محمد حنیف په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د دفتر له مشرې ډانیل اندریس او د اوچا له مشرې میرمن ایزابیل موسارډ سره وکتل.

نن یکشنبه د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د ربیع الاول د میاشتې په ۲۳ نیټه چې د ۱۴۰۲ هجري شمسی، کال د میزان د میاشتې له ۱۶ مي نیټې سره سمون خوري د اقتصاد وزارت سرپرست وزیر الحاج قاري دین محمد حنیف. . .

یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۶ - ۱۴:۲۵
Background image

د اقتصاد وزارت سرپرست الحاج قاري دین محمد حنیف په هرات ولایت کې د زلزله ځپلو کورنیو ته د رسیدګۍ په موخه د کورنیو او بهرنیو غیر دولتي ادارو له مسوولینو سره د مرستو او بشردوستانه فعالیتونو د ګړندیتوب په موخه غونډه وکړه.

نن یکشنبه  د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د ربیع الاول د میاشتې ۲۳ نیټه چې د ۱۴۰۲ هجري شمسی کال د میزان د میاشتې د ۱۶ نیټې سره سمون خوري الحاج قاري دین محمد حنیف د اقتصاد وزارت سرپرست د کورنیو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۶/۲۱ - ۱۵:۳۸
Background image

د اقتصاد وزارت د رهبري پلاوي نوبتي غونډه د اقتصاد وزارت سرپرست، قاري دین محمد حنیف په مشرۍ جوره شوه.

نن سه شنبه د ۱۴۴۲/۶/۲۱ هـ ش نیټه چې د ۱۴۴۵/۲/۲۶ هـ ق نیټې سره سمون خوری د اقتصاد وزارت د رهبري پلاوي نوبتي غونډه د اقتصاد وزارت سرپرست، قاري دین محمد حنیف په مشرۍ، د اقتصاد وزارت مالي. . .

BACK TO NEWS