د ۱۴۰۰ مالي کال په بودجه کې د اقتصاد وزارت د ۳،۴ میلیونه ډالرو د مرستې غوښتنه منظور شوه.

hurmat
پنجشنبه ۱۳۹۹/۸/۱۵ - ۱۵:۵۴
image

د کابینې په غونډه کې چې پرون د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ ارګ کې جوړه شوی وه، د کرونا وایروس سره د مبارزې په موخه ، usaid لخوا د اقتصاد وزارت د ۳،۴ میلونه ډالرو د مرستې غوښتنه منظور شوه.
د ارګ خبري ویب پاڼې په وینا، غونډه کې لمړی ولسمشر د ۱۴۰۰ مالي کال ملي بودجې د مسودې له چمتو کولو یې د مالیې وزارت له مشرتابه او چارواکو څخه مننه وکړه.او وروسته، د اقتصاد وزارت سرپرستې وزیرې آغلې کریمه حامد فاریابۍ په شتون؛  کابینې د ۱۴۰۰ مالي کال لپاره د ملي بودجې مسوده تصویب کړه.
په وروستي یو کال نه لږو وختونو کې، د کرونا وایروس ناروغۍ پراختیا افغانستان هېواد هم اقتصادي زیانونو سره مخ کړی او د اقتصاد وزارت پر غاړه دي چې ، ددې پیښې له امله رامینځته شوي زیانونو د خسارو او تاوان ،د خلکو اقتصادي زیربناو پیاوړي کول، د مالي مرستې راجلبول او د خلکو لپاره د عاید لاره برابرولو لپاره کار وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۰ - ۱۴:۱۹
Background image

*محترم الحاج قاري دین‌محمد «حنیف» د اقتصاد وزیر، د نړیوالې موسسې CRS له عمومي رئیس شان کلاهان او ورسره مل پلاوي سره د لیدنې پر مهال، د بشري مرستو د دوام، د معیشتي ستونزو اغېزمنې حل‌لارې او راستنېدونکو ته د لازمې اسانتیاوو د رامنځته کولو په اړه خبرې وکړې.*

په دې لیدنه کې، د اسیا او اروپا لپاره د CRS د سیمه‌ییز دفتر رئیس حسن محمد المهدي او په افغانستان کې د CRS د دفتر رئیسې مېرمن برانون مور هم ګډون درلود. د یادې موسسې مسؤلینو د کرنې او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۷ - ۹:۴۶
Background image

په زابل ولايت کي (316) کورنیو ته څه باندي دوه (٢) ميليونه افغانی وويشل شوي

په زابل ولايت کي (316) کورنیو ته څه باندي دوه (٢) ميليونه افغانی وويشل شوي

یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۶ - ۱۵:۲۵
Background image

د اقتصاد وزارت سرپرست الحاج قاري دین محمد حنیف په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د دفتر له مشرې ډانیل اندریس او د اوچا له مشرې میرمن ایزابیل موسارډ سره وکتل.

نن یکشنبه د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د ربیع الاول د میاشتې په ۲۳ نیټه چې د ۱۴۰۲ هجري شمسی، کال د میزان د میاشتې له ۱۶ مي نیټې سره سمون خوري د اقتصاد وزارت سرپرست وزیر الحاج قاري دین محمد حنیف. . .

BACK TO NEWS