ننګرهار ولایت لپاره د ۱۴۰۱ مالی کال ولایتی پرمختیایي پلان د ۱۱ ملیارده ۵۱۶ ملیونه افغانیو په ارزښت تائید شو

habibi_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۳ - ۸:۲۹
image

د اقتصاد وزارت_ افغانستان: دننګرهار ولایت پرمختیایي کمیټی غونډه چی د ولایت مقام ټولنیزو چارو مرستیالې اغلی حبیبه کاکړ قاضی زاده په مشرۍ او اقتصاد ریاست په سکرتریت او د اړونده سکتوری ادارو، د ملګرو ملتونو ادارو او غیردولتی مؤسسو په ګډون کړی دایره شوی وه، د نورو موضوعاتو تر څنګ د راتلونکی مالی کال (۱۴۰۱) ولایتی پرمختیائي پلان د ګډونوالو لخوا د تائيد وړ وګرځیدو. یاد پرمختیائي پلان کی د مختلفو سکتورونو اړوند چی روغتیا، پوهنه، لوړی زده کړی، اطلاعات او کلتور، کرنه، زیربنا او طبعی زیرمی، ټولنیز خوندیتوب او اقتصادی پرمختګ پکی شامل دی ۵۰۴ پرمختیائي پروژی پشنهادی شویدی. د ولایت مقام د هدایت سره سم د راتلونکی کال په پلان کی د ولسونو غوښتنو او لومړیتوبونو او انډولیز پرمختګ اصل په پام کی نیولو تر څنګ لری پرتو او په وروستیو کی تر امنیتی پوښښ لاندی راغلو سیمو ته ځانګړی پاملرنه شویده. پشنهادي پروژی د تخنیکی کمیټی لخوا د اقتصادي او ټولنیزو اغیزو له پلوه په کامل دقت تحلیل شویدی.

د اجنډا له مخی د ننګرهار اقتصاد ریاست لخوا د ولایتی څارنی او راپور ورکونی سیستم PMRS له مخی د ۱۴۰۰ مالی کال منظور شوو پروژو او بودیجی د مصرف په اړه پریزنټیشن وړاندی شو. د یاد راپور له مخی سږ کال ننګرهار لپاره په مختلفو سکتورونو کی د ۳ ملیارده ۳۷۲ ملیونه افغانیو په ارزښت ۱۰۲ بیلابیلی پرمختیائی پروژی منظور شویدی چی تر دی دمه یی ۳ تکمیل شوی او ۶۵ یی د تطبیق په حال کی دی، ځینی یی د تدارکاتی پروسی لاندی دی. د منظور شوی بودیجی څخه تر دا مهاله ۱۰ سلنه په مصرف رسیدلی ده.

ورپسی د اسلامی ریلیف نړیوالی مؤسسی استازی د کرنی او حرفوی زده کړو په برخه کی د نوی پیلیدونکی پروژو په هکله لنډو معلومات شریک کړل چی په وینا یی د ۱.۹ ملیون ډالرو په ارزښت به د یادی پروژی څخه په کوټ او کوزکونړ ولسوالیو کی پرمختیائی چاری ترسره کړی.

د غونډی په پای کی د ولایت مرستیالی په پرمختیائي چارو کی په موثری همغږۍ او همداراز د پروژو د کیفیت د ښه والی په موخه په دوامداره څارنی ټینګار وکړ.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۶ - ۱۵:۲۵
Background image

د اقتصاد وزارت سرپرست الحاج قاري دین محمد حنیف په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د دفتر له مشرې ډانیل اندریس او د اوچا له مشرې میرمن ایزابیل موسارډ سره وکتل.

نن یکشنبه د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د ربیع الاول د میاشتې په ۲۳ نیټه چې د ۱۴۰۲ هجري شمسی، کال د میزان د میاشتې له ۱۶ مي نیټې سره سمون خوري د اقتصاد وزارت سرپرست وزیر الحاج قاري دین محمد حنیف. . .

یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۶ - ۱۴:۲۵
Background image

د اقتصاد وزارت سرپرست الحاج قاري دین محمد حنیف په هرات ولایت کې د زلزله ځپلو کورنیو ته د رسیدګۍ په موخه د کورنیو او بهرنیو غیر دولتي ادارو له مسوولینو سره د مرستو او بشردوستانه فعالیتونو د ګړندیتوب په موخه غونډه وکړه.

نن یکشنبه  د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د ربیع الاول د میاشتې ۲۳ نیټه چې د ۱۴۰۲ هجري شمسی کال د میزان د میاشتې د ۱۶ نیټې سره سمون خوري الحاج قاري دین محمد حنیف د اقتصاد وزارت سرپرست د کورنیو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۶/۲۱ - ۱۵:۳۸
Background image

د اقتصاد وزارت د رهبري پلاوي نوبتي غونډه د اقتصاد وزارت سرپرست، قاري دین محمد حنیف په مشرۍ جوره شوه.

نن سه شنبه د ۱۴۴۲/۶/۲۱ هـ ش نیټه چې د ۱۴۴۵/۲/۲۶ هـ ق نیټې سره سمون خوری د اقتصاد وزارت د رهبري پلاوي نوبتي غونډه د اقتصاد وزارت سرپرست، قاري دین محمد حنیف په مشرۍ، د اقتصاد وزارت مالي. . .

BACK TO NEWS