په اقتصادي فرصتونو پورې اړوند د دریو پروژو د طرحو څیړنه او پلټنه وشوه.

habibi_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۳ - ۸:۲۹
image

داقتصاد وزارت _ افغانستان-: د یوه پروګرام په ترڅ کې د اقتصاد وزیرې ډاکټر کریمه حامد فاریابي په حضور کې د جمهوري ریاست د چارو ادارې، د مالي او اداري معنیت سرپرست، د پانګوونې د واحد رییس عطاالله نصیب د اقتصاد وزارت سلاکارانو او یو شمېر پانګوالو په ګډون د دریو پروژو طرحې واوریدل شوې او ارزونه یې وشوه.

د اقتصاد وزیرې ډاکټر کریمه حامد فاریابي په هېواد کې د پانګونې څخه هر کلی وکړ او دا یې د اقتصادي ودې لپاره اړینه وبلله.

د غونډې په ترڅ کې د بريښنایي انرژی یا د سولر طرحه د د LEMA Consultants شرکت استازی له لوري په یوه پرزنټیشن کې وړاندې شوه او وروسته د مبایل فون طرحه (په هېواد کې د غیر قانوني ټیلفونونو د راتګ څخه ډډه) او دکمپوسټ طرحه (اداره و مدیریت زباله‌های عضوی) وړاندې شوه.

د جمهوري ریاست د چارو ادارې د پانګوونې څانګې رییس د وړاندې شویو طرحو نه په هر کلۍ سره ژمنه وکړه، چې د دغو طرحو د پرمختک او پلي کولو لپاره به اړوندو بنسټونو سره خبرې وکړو او لاره به یې آسانه کړو.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۱/۳/۱۶ - ۱۱:۳۰
Background image

د ریاست‌الوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون په 21مه غونډه ترسره شوه

د ریاست‌الوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون په 21مه غونډه کې تر مفصل بحث وروسته؛ کابل ښاروالۍ ته سپارښتنه وشوه، څو هغه شپږ مشارکتي پروژې چې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۱/۱/۱۰ - ۲۲:۲۵
Background image

نن د ا. ا. ا. د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ په چین کې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د ناستې په څنډه کې د ترکمنستان د بهرنیو چارو له وزیر ښاغلي رشید مرادوف سره وکتل.

نن د ا. ا. ا. د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ په چین کې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د ناستې په څنډه کې د ترکمنستان د بهرنیو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱۲/۱۷ - ۱۶:۲۱
Background image

د اقتصاد وزارت سرپرست وزیر قاري دین محمد حنیف د اسلامي همکاریو د سازمان مرستیال او د افغانستان لپاره خاص استازي سره وکتل.

نن د روان کال د کب د میاشتې ۱۷ مه د اقتصاد وزارت سرپرست وزیر قاري دین محمد حنیف د اسلامي همکاریو د سازمان مرستیال او د افغانستان لپاره خاص استازي سره وکتل.

د او آی سي مرستیال او د. . .

BACK TO NEWS