ډاکټره حامد فاریابي د قطر له سوداګرۍ ، کار او ټولنیزو چارو له وزیرانو سره وکتل
ډاکټره کریمه حامد فاریابي د اقتصاد وزارت نومانده او سرپرسته وزیره قطر ته د افغانستان د لوړپوړو پلاوو او د ولسمشر جلالتمآب محمد اشرف غني په مشرۍ د سفر پرمهال ،د قطر د سوداګرۍ او صنایعو وزیر علي بن احمد الکواری او د قطر د اداري پراختیا ، کار او ټولنیزو چارو له وزیر یوسف بن محمد عثمان فخرو سره جلا لیدنې وکړې.
په لیدنه کې دواړه لوریو د دواړو هیوادونو تر منځ د سوداګریزو اړیکو په پیاوړتیا ، په افغانستان کې پانګونې او په قطر کې د افغان کارګرو لپاره د دندې موندنې په اړه خبرې وکړې، او د خبرو په لړ کې د افغانستان دولت د کرنې او طبیعي ګازو په برخه کې د قطر هېواد د پانګونې زمینې په برابرولو او قطر ته د افغان کارګرو په استولو باندې هوکړه وشوه.
ډیر ژر به هوکړه شویو مسایلو ته د دواړو لوریو لخوا پلاوي وګمارل شي او د دواړو هیوادونو ترمنځ د رسمي پروتوکولونو د لاسلیک شرایط برابر شي