کاردان پوهنتون د پایښت لرونکې پراختیا په موخه ملي کنفرانس جوړوي

habibi_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲۸ - ۸:۳۵
image

۱۳۹۹/سلواغه/۲۸

دا اقتصاد وزیرې ډاکټر کریمه حامد فاریابي د کاردان پوهنتون له عمومي رییس رویین رحماني او ددې پوهنتون له یو شمېر مسولینو سره وکتل.

په لومړي سر کې د اقتصاد وزیرې د پوهنتونونو په فکري پراختیا جوړونې او بلخصوص په اقتصادي پیاوړتیا کې پوهنتونونه مهم یاد کړل. هغې زیاته کړه، چې اقتصاد وزارت د فکري رغونې، د برنامو جوړښت او د اقتصادي څیړنو یو ورته ځای دي او د پوهنتونونو اړیکې د نوموړي وزارت سره ډېرې لازمي دي، ترڅو زده کوونکي په نویو اقتصادي مسایلو باندې پوه شي، دا ځکه چې دلته د افغانستان د نویو اقتصادي تجربو لپاره پرمختللي ګامونه اخیستل کیږي.

همداراز د اقتصاد وزیرې د کاردان پوهنتون له همکاریو مننه وکړه، چې د دوی سره د کارکوونکو په ظرفیت لوړونه کې د بېلابېلو زده کړییزو برنامو په جوړښت کې مرسته کوي. او ددې همکارۍ په دوام یې ټینګار وکړ. او دایې د دولتي بنسټونو د پیاوړتیا لپاره موثره لار وګڼله.

ورپسې د اقتصاد وزارت مسلکي معین محمد نبي سروش د هیواد په پایښت لرونکې پراختیا د موخو په ترلاسه کولو باندې خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې د پایښت لرونکي پراختیا په شپاړسمه موخه کې ټولو بنسټونو؛ په ځانګړي ډول د پوهنتونونو د همکارۍ غوښتنه یې وکړه.

وروسته د کاردان پوهنتون عمومي رییس ریین رحماني د پایښت لرونکې پراختیا په موخه په جوړيدونکي کنفرانس خبرې وکړې او د هیواد د اقتصاد وزیرې څخه یې وغوښتل؛ ترڅو په دې ځانګړي کنفرانس کې وینا وکړي.

هغه وویل، چې ددې کنفرانس موخه په افغانستان کې د پایښت لرونکي پراختیا لپاره د ښې حکومتولۍ تمویل، تطبیق، ارزونه او تر ۲۰۳۰ کال د افغانستان په اړه د پایښت لرونکي پراختیاي پلان په اړوند مسایلو او لاسته راوړنو خبرې کیږي.

همدارنګه يې زياته کړه چې زموږ حضور د ټولنې د اغېزناکو بنسټونو ترڅنګ په هېواد کې د تخصصي او په پوهې بسيا ټولنې په رغولو کې د پوهنتونونو د ګډو هڅو نښه ده او د کاردان پوهنتون د افغانستان دولت په ملاتړ دا کوشش کوي چې دغې هيلې ته ورسېږي

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۷ - ۹:۴۶
Background image

په زابل ولايت کي (316) کورنیو ته څه باندي دوه (٢) ميليونه افغانی وويشل شوي

په زابل ولايت کي (316) کورنیو ته څه باندي دوه (٢) ميليونه افغانی وويشل شوي

یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۶ - ۱۵:۲۵
Background image

د اقتصاد وزارت سرپرست الحاج قاري دین محمد حنیف په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د دفتر له مشرې ډانیل اندریس او د اوچا له مشرې میرمن ایزابیل موسارډ سره وکتل.

نن یکشنبه د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د ربیع الاول د میاشتې په ۲۳ نیټه چې د ۱۴۰۲ هجري شمسی، کال د میزان د میاشتې له ۱۶ مي نیټې سره سمون خوري د اقتصاد وزارت سرپرست وزیر الحاج قاري دین محمد حنیف. . .

یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۶ - ۱۴:۲۵
Background image

د اقتصاد وزارت سرپرست الحاج قاري دین محمد حنیف په هرات ولایت کې د زلزله ځپلو کورنیو ته د رسیدګۍ په موخه د کورنیو او بهرنیو غیر دولتي ادارو له مسوولینو سره د مرستو او بشردوستانه فعالیتونو د ګړندیتوب په موخه غونډه وکړه.

نن یکشنبه  د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د ربیع الاول د میاشتې ۲۳ نیټه چې د ۱۴۰۲ هجري شمسی کال د میزان د میاشتې د ۱۶ نیټې سره سمون خوري الحاج قاري دین محمد حنیف د اقتصاد وزارت سرپرست د کورنیو او. . .

BACK TO NEWS