په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره د زیربناو د روڼتیا شاخص تطبیق کیږي.

habibi_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۷ - ۹:۴۰
image
۱۳۹۹/ کب/۱۷ نن له غرمې وړاندې د افغانستان د زیربناو د روڼتیا نوښت( کاست) د اقتصاد وزارت او اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون په ګډې همکارۍ د زیربناو د روڼتیا شاخص د ازمایښتي تطبیق په اړه د معلوماتو برنامه، چې په کې د دولتي ادارو د اطلاعاتو د برخې مسولینو او رسنیو پکې برخه اخیستې وه، د اقتصاد وزارت د کنفرانسونو په تالار کې تر سره شوه. په دغه برنامه کې د اقتصاد وزیرې ډاکټر کریمه حامد فاریابي ددې برنامې په جوړښت کې د افغانستان د زیربناو د روڼتیا نوښت او اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون د هڅو او همکاریو څخه مننه وکړه او د معلوماتو خپرول، د زیربنایي پروژو د تدارکاتو پروسې اصلاح کولو او په بنسټونو کې ظرفیت لوړونه د هیواد په زیربنایي چارو کې د روڼتیا د تضمین په تامینولو کې یې د عمده لاملونو په توګه یاد کړل. نوموړې زیاته کړه: په بنسټیزو فعالیتونو کې روڼتیا او ځواب ورکوونه د دولت او دولتي نهادونو پر وړاندې د خلکو باور لاس ته راوړل دي او کولای شو، چې هغوی په مرسته د افغانستان تدارکاتي کمزورۍ پیاوړې کړو او مثبت بدلون ته وهڅول شو. وروسته د زیربناو د روڼتیا نوښت د دارالانشاء رییس صبغت الله کریمي او اطلاعاتو ته د لاسرسی کمیسیون د دارالانشاء رییس عصمت الله حیدري د موضوع په اړه خبرې وکړې. د افغانستان د زیربنا د روڼتیا شاخص ارزونه د یو ځانګړي او معیاري پروسې پر بنسټ جوړه شوې ده، چې د زیربناو د روڼتیا نړیوال سازمان طرحه ده. د یاد شاخص په څلورو برخو کې ارزونه شوې، چې د قانوني شرایطو برابروالی، د نهادونو پروسې او ظرفیتونه، د خلکو ګډون او د اطلاعاتو خپرول پکې شاملې دي. دغه څلور بعدونه د بنسټونو په برخه کې د تدارکاتي نهادونو کړنې له مختلفو اړخو ارزوي. د شاخص لومړی او څلورم بعد په آنلاین ډول، درېیم او دوهم بعدونه یې د یاد نهادونو څخه د مرکې په ترڅ کې د معلومات د ټولونې له لارې مطالعه کېږي. ټولو څلورګونو برخو ته د نومرو ورکولو پروسه د یو معیاري محاسباتي میکانیزم له لارې ترسره کېږي. د هرې برخې نومره د متغییرو او فرعي متغییرو ته د اندازې وړ شاخصونو د جمعې نومرو څخه لاسته راځي. په پایله کې د هر بعد د جمعي نمرو حاصل، دزیربناو د روڼتیا د شاخص نهایي نومره د هېواد په کچه ترلاسه کیږي. د دې شاخص په ارزونه کې خاص تمرکز د بنسټونو دسکتور پورې اړوندو د تدارکاتي نهادونو اقداماتو ته دي او په ۲۰۲۱ زیږیدیز کال کې له ۲۰ څخه زیاتو وزارتونو او مستقلو ادارو ته به په آزمایښتي ډول ورکول کیږي. یاده ارزونه د افغانستان اسلامي جمهوریت سره مرسته کوي، چې په ریربنایي سکتورونو کې د پیاوړتیا او د ضعف ټکي ځانګړي شي او اړین اصلاحاتو ته پلان جوړ شي. یاد شاخص اړوندو ادارو ته د تدارکاتي مکلفیتونه په تفویض او د بودجې په تخصیص هم مهمه ونډه لري. دغه آزمایښي ارزونه په دریو میاشتو کې کېږي، چې د افغانستان په ګډون د نړۍ په څلورو هېوادونه به پلی شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۷ - ۹:۴۶
Background image

په زابل ولايت کي (316) کورنیو ته څه باندي دوه (٢) ميليونه افغانی وويشل شوي

په زابل ولايت کي (316) کورنیو ته څه باندي دوه (٢) ميليونه افغانی وويشل شوي

یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۶ - ۱۵:۲۵
Background image

د اقتصاد وزارت سرپرست الحاج قاري دین محمد حنیف په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د دفتر له مشرې ډانیل اندریس او د اوچا له مشرې میرمن ایزابیل موسارډ سره وکتل.

نن یکشنبه د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د ربیع الاول د میاشتې په ۲۳ نیټه چې د ۱۴۰۲ هجري شمسی، کال د میزان د میاشتې له ۱۶ مي نیټې سره سمون خوري د اقتصاد وزارت سرپرست وزیر الحاج قاري دین محمد حنیف. . .

یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۶ - ۱۴:۲۵
Background image

د اقتصاد وزارت سرپرست الحاج قاري دین محمد حنیف په هرات ولایت کې د زلزله ځپلو کورنیو ته د رسیدګۍ په موخه د کورنیو او بهرنیو غیر دولتي ادارو له مسوولینو سره د مرستو او بشردوستانه فعالیتونو د ګړندیتوب په موخه غونډه وکړه.

نن یکشنبه  د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د ربیع الاول د میاشتې ۲۳ نیټه چې د ۱۴۰۲ هجري شمسی کال د میزان د میاشتې د ۱۶ نیټې سره سمون خوري الحاج قاري دین محمد حنیف د اقتصاد وزارت سرپرست د کورنیو او. . .

BACK TO NEWS