اقتصاد وزیرې سره د دوو قومي مشرانو لیدنه

د هېواد د اقتصاد وزیرې ډاکټر کریمه حامد فاریابي، د هلمند ولایت له قومي مشر حاجي مطیع الله مطیع او د ننګرهار ولایت له قومي مشر قاضي غلام حبیب سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دې کتنه کې د حکومت د اقتصادي او پراختیایي برنامو او پروژو په تطبیق کې د خلکو په همغږۍ او په ځانګړي ډول قومي مشرانو او نفوذ لرونکو خلکو سره د همغږۍ او ملتیا لپاره د منظمو تګلارو پر جوړولو بحث ترسره شو.
همدارنګه د اقتصاد وزیرې هغوی ته ژمنه ورکړه چې له دې وروسته به د پروژو پلانونه او هوکړې د محلي سیمې د لومړیتوبونو او اړتیاوو سره سم د ولایتونو د پراختیایي کمېټو لخوا غوره کېږي او وروسته به د هغوی منظورۍ لپاره پریکړه وشي، تر څو د نااړینو او ناقصو پروژو له پلي کېدو څخه ډډه وشي او په ټول افغانستان کې د پایښت لرونکې او متوازنه پراختیا د تطبیق زمینه برابره شي.