د اقتصاد وزیر: د ایکوتا پورې اړوند غړي هېوادونه باید خپلې ژمنې عملي کړي

habibi_admin
شنبه ۱۴۰۰/۳/۱ - ۸:۳۷
image

افغانستان- د اقتصاد وزارت: د ایکو هوکړه لیک د مواردو په اړه د همغږۍ ناسته د اقتصاد وزیرې ډاکتر کریمه حامد فاریابي په مشرۍ او د بهرنیو چارو وزارت او د صنعت او سوداګرۍ وزارتونو د استازو په ګډون په اقتصاد وزارت کې جوړه شوه.

په دې ناسته کې د ایکو تړون په ارزښت او د دې تړون نامې د مواردو په پلي کولو د غړيو هېوادونو د ژمنو د تعقیب د معلوماتو د شریکولو او د دې تړون نامې د غړو هېوادونو د رییسانو پنځمه غونډې ته د چمتووالي او د اړوندو اداراتو ترمنځ د همغږۍ په پیاوړتیا باندې خبرې وشوې.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت استازي په دغه ناسته کې د ایکو تړون نامې په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل: د دې تړون نامې ټولو موارد به په افغانستان کې پلي شي.

د اقتصاد وزیرې د غړیو هېوادونو لخوا د ایکو د تړون نامې د مواردو په عملي کولو ټینګار وکړ او د اړوندو ادارو څخه یې وغوښتل، چې د دې تړون نامې د ښه تعقیب لپاره په خپلو منځونو کې همغږي زیاته کړئ.

د ایکو هوکړه لیک په ۲۰۰۴ زېږدیز کال کې د ګمرکي تعرفو د کمولو په موخه د پنځو هېوادونو( افغانستان، ترکیه، پاکستان، آذربایجان او تاجکستان)هیوادونو ترمنځ، لاسلیک شوی دی.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۰ - ۱۴:۱۹
Background image

*محترم الحاج قاري دین‌محمد «حنیف» د اقتصاد وزیر، د نړیوالې موسسې CRS له عمومي رئیس شان کلاهان او ورسره مل پلاوي سره د لیدنې پر مهال، د بشري مرستو د دوام، د معیشتي ستونزو اغېزمنې حل‌لارې او راستنېدونکو ته د لازمې اسانتیاوو د رامنځته کولو په اړه خبرې وکړې.*

په دې لیدنه کې، د اسیا او اروپا لپاره د CRS د سیمه‌ییز دفتر رئیس حسن محمد المهدي او په افغانستان کې د CRS د دفتر رئیسې مېرمن برانون مور هم ګډون درلود. د یادې موسسې مسؤلینو د کرنې او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۷ - ۹:۴۶
Background image

په زابل ولايت کي (316) کورنیو ته څه باندي دوه (٢) ميليونه افغانی وويشل شوي

په زابل ولايت کي (316) کورنیو ته څه باندي دوه (٢) ميليونه افغانی وويشل شوي

یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۶ - ۱۵:۲۵
Background image

د اقتصاد وزارت سرپرست الحاج قاري دین محمد حنیف په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د دفتر له مشرې ډانیل اندریس او د اوچا له مشرې میرمن ایزابیل موسارډ سره وکتل.

نن یکشنبه د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د ربیع الاول د میاشتې په ۲۳ نیټه چې د ۱۴۰۲ هجري شمسی، کال د میزان د میاشتې له ۱۶ مي نیټې سره سمون خوري د اقتصاد وزارت سرپرست وزیر الحاج قاري دین محمد حنیف. . .

BACK TO NEWS