د اقتصاد وزیر د فواید عامې وزیر سره وکتل
افغانستان-د اقتصاد وزارت: د اقتصاد وزیرې داکټر کریمه حامد فاریابي د ټولګټو وزارت د وزیر انجنیر نجیب الله یمین او د ولسي جرګې غړې شینکۍ کړوخېل سره وکتل.
په دې لیدنه کې د دواړو وزارتونو ترمنځ د همغږۍ په پیاوړتیا، هېواد کې د بنسټونو د کړنو څخه تلپاتې اغیزمنه څارنه، د لوړو ټولنیزو اغیزو سره د پراختیایي پروژو په تدوین کې د بنسټونو سکتور ته پاملرنه، د غیر دولتي موسساتو د کړنو په لاره کې د ننګونې لرې کول او د هغوی د برخلیک په اړه په پریکړه نیولو کې هغوی ته د ونډې ورکولو په اړه بحث وشو.
همدارنګه د افغانستان د بنسټیزې پراختیا او ودې لپاره یې د دواړو وزارتونو په همکارۍ ټینګار وشو.