په بادغیس کې د پراختیایي‌کمیټې غونډه جوړه شوه

habibi_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۳/۲۰ - ۸:۳۴
image

افغانستان- اقتصاد وزارت: په بادغیس ولایت کې د پراختیایي‌کمیټې غونډه (PDC) د مقام د اقتصادي او ټولنیزو چارو مرستیالې زرغونې‌ شیرزاد په مشرۍ او د اقتصاد ریاست په سکرتریت او د دولتي ادارو د رییسانو په ګډون د ولایت د کنفرانسونو په تالار کې جوړه شوه.

په دې غونډه کې د پراختیایي‌کمیټې د ارزښت په اړه او د پراختیایي‌پروژو په اړوندو موضوعاتو بحث وشو. د سولې او کرونا وروسته د اقتصادي ودې او پرمختګ لپاره د طرحې په جوړولو، په ولایت کې د صنعتي‌مېنه د جوړولو لپاره د سیمې د ټاکل، د سکتوري کمیټې د میاشتنۍ غونډې د جوړولو څرنګوالی، د اوسیدونکو له لوري د وړاندې شويو پراختیایي‌پروژې په قادس او آب‌کمري ولسوالیو کې د دوو بابو ښوونځیو د جوړولو د چارو د ځنډ لامل‌ونه، د غونډې د خپرولو د ارزښت پوهاوی او په ځانګري ډول د خوړو خوندیتوب د ارزښت په اړه خبرې وشوې او لازمې پرېکړې ونیول شوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۰ - ۱۴:۱۹
Background image

*محترم الحاج قاري دین‌محمد «حنیف» د اقتصاد وزیر، د نړیوالې موسسې CRS له عمومي رئیس شان کلاهان او ورسره مل پلاوي سره د لیدنې پر مهال، د بشري مرستو د دوام، د معیشتي ستونزو اغېزمنې حل‌لارې او راستنېدونکو ته د لازمې اسانتیاوو د رامنځته کولو په اړه خبرې وکړې.*

په دې لیدنه کې، د اسیا او اروپا لپاره د CRS د سیمه‌ییز دفتر رئیس حسن محمد المهدي او په افغانستان کې د CRS د دفتر رئیسې مېرمن برانون مور هم ګډون درلود. د یادې موسسې مسؤلینو د کرنې او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۷ - ۹:۴۶
Background image

په زابل ولايت کي (316) کورنیو ته څه باندي دوه (٢) ميليونه افغانی وويشل شوي

په زابل ولايت کي (316) کورنیو ته څه باندي دوه (٢) ميليونه افغانی وويشل شوي

یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۶ - ۱۵:۲۵
Background image

د اقتصاد وزارت سرپرست الحاج قاري دین محمد حنیف په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د دفتر له مشرې ډانیل اندریس او د اوچا له مشرې میرمن ایزابیل موسارډ سره وکتل.

نن یکشنبه د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د ربیع الاول د میاشتې په ۲۳ نیټه چې د ۱۴۰۲ هجري شمسی، کال د میزان د میاشتې له ۱۶ مي نیټې سره سمون خوري د اقتصاد وزارت سرپرست وزیر الحاج قاري دین محمد حنیف. . .

BACK TO NEWS