د اقتصاد وزیرې د دوه اړخیزو منلو او د ګډ کار د روحیې په پیاوړي کولو باندې ټینګار وکړ.

habibi_admin
شنبه ۱۴۰۰/۵/۲ - ۸:۴۵
image

اقتصاد وزارت _افغانستان: د اقتصاد وزیرې ډاکټر کریمه حامد فاریابي ددې وزارت له کارکوونکو سره د اختر په ځانګړې ناسته کې د دوی د فعالیتونو ستاینه وکړه او د ګډ کار د روحې په پیاوړي کولو، د یووالي په رامنځته کولو او د متقابل منلو ته په وده ورکولو باندې یې ټینګار وکړ.

د اقتصاد وزیرې زیاته کړه، چې موږ د یو او بل سره په همکارۍ او ملتیا کې کولای شو، ستونزې حل کړو او هیواد د خودکفایۍ لورې ته سوق کړو.

ډاکټر فاریابي په دې غونډه کې د هیواد د ستونزو د حل په اړه هیله څرګنده کړه. او د وزارت کارکوونکي د نوې ټکنالوژۍ سره د یو ځای کیدو په موخه یې تشویق کړل.

د اقتصاد وزیرې په دې وزارت کې د د میرمنو ونډه۳۰ سلنې ته د لوړولو او د وزارت په پنځه کلن استراتیژیک پلان کې شتون لري. او له میرمنو یې وغوښتل، چې د زده کړو او وړتیاو مطابق په رسمي بستونو کې نومونه ثبت کړي.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۰ - ۱۴:۱۹
Background image

*محترم الحاج قاري دین‌محمد «حنیف» د اقتصاد وزیر، د نړیوالې موسسې CRS له عمومي رئیس شان کلاهان او ورسره مل پلاوي سره د لیدنې پر مهال، د بشري مرستو د دوام، د معیشتي ستونزو اغېزمنې حل‌لارې او راستنېدونکو ته د لازمې اسانتیاوو د رامنځته کولو په اړه خبرې وکړې.*

په دې لیدنه کې، د اسیا او اروپا لپاره د CRS د سیمه‌ییز دفتر رئیس حسن محمد المهدي او په افغانستان کې د CRS د دفتر رئیسې مېرمن برانون مور هم ګډون درلود. د یادې موسسې مسؤلینو د کرنې او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۷ - ۹:۴۶
Background image

په زابل ولايت کي (316) کورنیو ته څه باندي دوه (٢) ميليونه افغانی وويشل شوي

په زابل ولايت کي (316) کورنیو ته څه باندي دوه (٢) ميليونه افغانی وويشل شوي

یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۶ - ۱۵:۲۵
Background image

د اقتصاد وزارت سرپرست الحاج قاري دین محمد حنیف په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د دفتر له مشرې ډانیل اندریس او د اوچا له مشرې میرمن ایزابیل موسارډ سره وکتل.

نن یکشنبه د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د ربیع الاول د میاشتې په ۲۳ نیټه چې د ۱۴۰۲ هجري شمسی، کال د میزان د میاشتې له ۱۶ مي نیټې سره سمون خوري د اقتصاد وزارت سرپرست وزیر الحاج قاري دین محمد حنیف. . .

BACK TO NEWS