په دایکندي کې د غیر دولتي موسسو سره د همغږي غونډه جوړه شوه.

habibi_admin
شنبه ۱۴۰۰/۵/۹ - ۱۴:۱۹
image

اقتصاد وزارت ـ افغانستان : په دایکندي ولایت کې د موسسو سره د همغږۍ غونډه د ولایت مقام اقتصادي او ټولنیز مرستیالې فاطمه اکبري په مشرۍ او د اقتصاد رییس عوض علي يویا او د سکتوري ریاستونو رییسانو، د غیر دولتي موسسو د استازو په ګډون جوړه شوه.

په دې غونډه کې په اړمنو د مرستو د ویش او د بادامو او لبنیاتو د پروسس مرکز په ساتنه او مراقبت باندې بحثونه وشول او د ګډونکوونکو له لوري لازمې پریکړې ونیول شوې.

سربېره پرې دې د یاد ولایت اقتصادي او ټولنیزې مرستیالې په دایکندي کې د غیر دولتي موسسو له فعالیتونو مننه وکړه او د اړوندو ادارو په همغږۍ، روڼتیا او دوامدارې څارنې باندې یې ټینګار وکړ.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۰ - ۱۴:۱۹
Background image

*محترم الحاج قاري دین‌محمد «حنیف» د اقتصاد وزیر، د نړیوالې موسسې CRS له عمومي رئیس شان کلاهان او ورسره مل پلاوي سره د لیدنې پر مهال، د بشري مرستو د دوام، د معیشتي ستونزو اغېزمنې حل‌لارې او راستنېدونکو ته د لازمې اسانتیاوو د رامنځته کولو په اړه خبرې وکړې.*

په دې لیدنه کې، د اسیا او اروپا لپاره د CRS د سیمه‌ییز دفتر رئیس حسن محمد المهدي او په افغانستان کې د CRS د دفتر رئیسې مېرمن برانون مور هم ګډون درلود. د یادې موسسې مسؤلینو د کرنې او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۷ - ۹:۴۶
Background image

په زابل ولايت کي (316) کورنیو ته څه باندي دوه (٢) ميليونه افغانی وويشل شوي

په زابل ولايت کي (316) کورنیو ته څه باندي دوه (٢) ميليونه افغانی وويشل شوي

یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۶ - ۱۵:۲۵
Background image

د اقتصاد وزارت سرپرست الحاج قاري دین محمد حنیف په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د دفتر له مشرې ډانیل اندریس او د اوچا له مشرې میرمن ایزابیل موسارډ سره وکتل.

نن یکشنبه د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د ربیع الاول د میاشتې په ۲۳ نیټه چې د ۱۴۰۲ هجري شمسی، کال د میزان د میاشتې له ۱۶ مي نیټې سره سمون خوري د اقتصاد وزارت سرپرست وزیر الحاج قاري دین محمد حنیف. . .

BACK TO NEWS