د افغانستان د اسلامي امارت د وزارتونو او خپلواکو ادارو د پلان او پالیسۍ د رئیسانو د همغږۍ غونډه د اقتصاد وزارت د کنفرانسونو په تالار کې د اقتصاد وزارت د مسلکي مرستیال ډاکتر عبدالطیف نظري په مشرۍ جوړه شوه.
نن سه شنبه د ۲۳/۳/۱۴۰۲ هجري لمریز کال چی د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د ذوالقعدې د میاشتې د ۲۴ نیټې سره سمون خوري د افغانستان د اسلامي امارت د وزارتونو او خپلواکو ادارو د پلان او پالیسۍ د رئیسانو د همغږۍ غونډه د اقتصاد وزارت د کنفرانسونو په تالار کې د اقتصاد وزارت د مسلکي مرستیال ډاکتر عبدالطیف نظري په مشرۍ جوړه شوه.
غونډه د قرآن مجید د مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل ، ورپسې د اقتصاد وزارت مرستیال د وزارتونو او خپلواکو ادارو د پلان او پالیسۍ رئیسانو ته ښه راغلاست ووایه او د اقتصاد وزارت، وزارتونو او خپلواکو ادارو ترمنځ د لا ښې همغږۍ ، په دندو کې د وظیفوي تداخل مخنیوي ،د راپورونو او معلوماتو د شریکولو کي اسانتیا او چټکتیا او د کار د چارو د ښه والي په موخه له ګډونوالو سره په لاندې موضوعاتو خبرې وکړې:
1. د مرکزي او ولایتي ارزوني او راپور ورکولو سیسټم کې د پروژو ارقامو او معلوماتو د ثبتولو لپاره لږترلږه د یو کارمند (فوکل پاینټ) معرفی کول.
2. د وزارتونو او ادارو لخوا د پرمختیایي پروژو له پلي کیدو وروسته د اړتیا وړ ارقامو او معلوماتو شریکول اقتصاد وزارت سره د اقتصادي ارزونې لپاره.
3. د پروژو د تخنیکي اسنادو شریکول او په رسمي توګه د پروژې د تطبیق د پیل په اړه معلومات ورکول.
4. د اقتصادي نظریاتو د څرګندولو لپاره د اقتصاد وزارت سره د پراختیايي او اقتصادي پلانونو او پروګرامونو شریکول.
5. د پرمختیايي پروګرامونو او پروژو د پرمختګ په اړه اقتصاد وزارت ته په خپل وخت د ربع وارو راپورونو وړاندې کول.
6. لاسته راوړنو، ننګونو، وړاندیزونو او د حل لارو شریکول په ربع وارو راپورونو کې
7. اقتصاد وزارت ته د اقتصادي شاخصونو د پرمختګ په اړه د ارقامو او معلوماتو وړاندې کول.
د غونډې په پای کې د وزارتونو او خپلواکو ادارو د پلان او پالیسۍ رئیسانو اقتصاد وزارت رهبري ته د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ او د همغږۍ د لا ښه والي او کاري چارو د چټکتیا په موخه یې خپل نظریات او وړاندیزونه د اقتصاد وزارت رهبري سره شریک کړل.