د اقتصاد وزیر د کارموندنې پروژې په څلورم پړاو پلي کېدا ټینګار وکړ

habibi_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱۶ - ۸:۳۸
image

 

د اقتصاد وزیرې ډاکټر کریمه حامد فاریابي په خپل کاري دفتر کې د نړیوال بانک له یو شمېر مسوولینو سره وکتل.

په لومړي سر کې د نړیوال بانک استازي ولي ابراهیمي او آغلې مسعودې خبرې وکړې او د اقتصاد وزارت په رهبرۍ د بهرنیو چارو وزارت، د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت، د سیمه اییزو ارګانونو خپلواکه اداره او د کابل ښاروالۍ په همکارۍ د کارموندنې پروژې څلورم پړاو په موثریت او راستنیدونکو او کورنیو بې ځایه شویو کډوالو ته د دندې وړ فرصتونو په برابرښت کې د مننې وړ یاد کړل.

وروسته د اقتصاد وزیرې د د کارموندنې پروژې له مسولینو مننه وکړه. او د دې پروژې پلې کېدا یې ولسونو ته د کاري فرصتونو په مهیا کې اغیزمن وګڼل. همداراز د پروسې په ګړندي کولو کې د همغږۍ رامنځته کیدا ژمنه وکړه.

د کارموندنې پروژې څلورم پړاو پلي کیدا د کابل ښاروالۍ پر غاړه ده، چې په زیاترو ستونزو یې هم خبرې وشوې او حل لارو باندې یې نظرونه سره شریک شول او زر به عملي شي

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۰ - ۱۴:۱۹
Background image

*محترم الحاج قاري دین‌محمد «حنیف» د اقتصاد وزیر، د نړیوالې موسسې CRS له عمومي رئیس شان کلاهان او ورسره مل پلاوي سره د لیدنې پر مهال، د بشري مرستو د دوام، د معیشتي ستونزو اغېزمنې حل‌لارې او راستنېدونکو ته د لازمې اسانتیاوو د رامنځته کولو په اړه خبرې وکړې.*

په دې لیدنه کې، د اسیا او اروپا لپاره د CRS د سیمه‌ییز دفتر رئیس حسن محمد المهدي او په افغانستان کې د CRS د دفتر رئیسې مېرمن برانون مور هم ګډون درلود. د یادې موسسې مسؤلینو د کرنې او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۷ - ۹:۴۶
Background image

په زابل ولايت کي (316) کورنیو ته څه باندي دوه (٢) ميليونه افغانی وويشل شوي

په زابل ولايت کي (316) کورنیو ته څه باندي دوه (٢) ميليونه افغانی وويشل شوي

یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۶ - ۱۵:۲۵
Background image

د اقتصاد وزارت سرپرست الحاج قاري دین محمد حنیف په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د دفتر له مشرې ډانیل اندریس او د اوچا له مشرې میرمن ایزابیل موسارډ سره وکتل.

نن یکشنبه د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د ربیع الاول د میاشتې په ۲۳ نیټه چې د ۱۴۰۲ هجري شمسی، کال د میزان د میاشتې له ۱۶ مي نیټې سره سمون خوري د اقتصاد وزارت سرپرست وزیر الحاج قاري دین محمد حنیف. . .

BACK TO NEWS