د غیر دولتی موسسو ریاست اطلاعیه

habibi_admin
Wed, May 19 2021 1:04 PM
image

د افغانستان د غیر دولتي موسسو قانون د ۳۱ مادې پر بنسټ هره غیر دولتي موسسه باید په هرو شپږو میاشتو کې خپل کاري راپور د اقتصاد وزارت او اړوندو ادارو سره شریک کړي.

متاسفانه ۲۸۴ کورنۍ موسسې او ۸ بهرنۍ غیر دولتي موسسې، چې نومونه یې د اقتصاد وزارت په ویب‌پاڼه کې هم‌شته د ۱۳۹۸_۱۳۹۹ لمریز کالونو کاري راپورونه یې اقتصاد وزارت ته نه دي ارایه کړي، چې د غیر دولتي موسساتو د قانون د ۳۵ مادې د ۱ فقرې د ۳ جز تابع دی.

د ارزونې‌ عالي کمیسیون د (۱۴۰۰/۱/۲۹) فیصلې له مخې د د همکاریو، ملاتړ او موسساتو ته د لا زیاتو فرصتونو د برابرولو په موخه او د دوی د تطبیق ‌شويو او تر کار لاندې پروژو د کړنو راپورونه د وړاندې‌کولو له‌ مخې اړې دي، چې د پرېکړې له نېټې څخه تر درېیو میاشتو پورې خپل کاري راپورونه اقتصاد وزارت سره شریک کړي؛ له دې پرته د ټاکل‌ شوې مودې څخه وروسته به د هغه موسسې منحلې شي او د غیر دولتي موسسو قانون د ۳۶ مادې مطابق د موسسو د تجهیزاتو پر تصفیه‌کولو به لاس پورې شي.

 

Latest news

Tue, Sep 12 2023 3:40 PM
Background image

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy, with the participation of the. . .

BACK TO NEWS