د افغانستان د بنستیز  رونټـــــــــــیا نــــــوښت (کاسټ) پېژندنه

د افغانستان د بنستیز  رونټـــــــــــیا نــــــوښت (کاسټ) یو نړیوال نوښت دی، چې په ټولګټو پروژو کې د روڼتیا او حساب ورکونې پیاوړي کولو په موخه فعالیت تر سره کوي. دغه نوښت له حکومت، خصوصي سکټور او مدنې ټولنو سره یو ځای د زېربنا سکټور د پروژو زیاتو اطلاعاتو خپرولو، تفسیر او شننې په لاره کې کار کوي. دا کار د دې سبب ګرځي، چې پوهه ولس په دې وتوانېږي، څو له خپرو شویو اطلاعاتو په ګټه اخیستنه اړوند بنسټونه حساب ورکوونکي وګڼي. د افغانستان اسلامي جمهوریت په کال ۱۳۹۲ کې له دې نړیوال نوښت سره یوځای شو او خپل فعالیتونه یې په رسمي بڼه په کال ۱۳۹۵ کې پیل کړل.

د کاست اصلی برخی :

د اطلاعاتو خپرولو بهیر

د ډاډ ورکولو بهیر

د دخیلو بنسټونو ډله

ټولنیزه حساب ورکړه

 

د زیاتو معلوماتو د تر لاسه کولو لپاره د کاست ځانګړي ویبپاڼې ته ورشئ. https://cost.af/

او نړیوال د بنسټیزې روڼتیا نوښت ویبپاڼه : http://infrastructuretransparency.org/