د ملي تدارکاتو کمېسیون لومړۍ غونډه د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند  په مشرۍ نن په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه

press
چهارشنبه ۱۴۰۱/۹/۲۳ - ۸:۴
د ملي تدارکاتو کمېسیون لومړۍ غونډه د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند  په مشرۍ نن په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه

د ملي تدارکاتو کمېسیون لومړۍ غونډه د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند  په مشرۍ نن په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. د غونډې په پیل کې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال او د ملي تدارکاتو کمېسیون رئیس الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند خبرې وکړې او د غونډې له ګډونوالو یې ددې ملي او مهمې پروسې پرمخ بېولو کې د ګډې همکارۍ غوښتنه وکړه. ورپسې د ملي تدارکاتو ادارې د مسوولینو له لوري ددې ادارې په اړه معلومات د غونډې له ګډونوالو سره شریک شول. د غونډې په بله برخه کې د ۱۳قراردادونو او تدارکاتي موضوعاتو خبرې وشوې. په یادو قراردادونو کې چې د مالیې وزارت، عامې روغتیا وزارت، کابل ښاروالۍ او برېښنا شرکت له لوري ملي تدارکاتو ادارې ته وړاندې شوي وو، د ۷ پروژو قراردادونه د ملي تدارکاتو کمېسیون له لوري منظور، د ۱ پروژې قرارداد وځنډول شو او د پاتې ۵ پروژو قراردادونه چې د فسخې غوښتنه یې شوې وه، فسخه شول. دغه قراردادونه د توکو د خریدارۍ په ګډون د خدماتو او بیارغونې د پروژو وو. د غونډې په پای کې پرېکړه وشوه چې له دې وروسته هېڅ اداره نه شي کولای د ملي تدارکاتو کمېسیون له منظورۍ پرته خپلې اړوندې پروژې په قرارداد ورکړي. ټولې ادارې مکلفې دي چې د خپلو پروژو قراردادونه د ملي تدارکاتو ادارې له لارې د کمېسیون له منظورۍ وروسته لاسلیک کړي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۱۴:۲
Background image

جلسه هماهنگی پیرامون پروژه‌های صحی یونیسف در ننگرهار برگزار شد.

در این نشست، رئیس دفتر وزارت اقتصاد، مولوی عبدالباری سعیدی؛ رئیس اقتصاد ننگرهار، مولوی عطاءالرحمن فاتح؛ مسئولان اداره یونیسف، اکبر؛ و نمایندگان تعدادی از مؤسسات دیگر حضور داشتند.

این. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۱۴:۱
Background image

در نشستی مشترک میان مقامات ولایتی، بر لزوم شفافیت و کار معیاری مؤسسات در ولایت ننگرهار تأکید شد.

این نشست به ریاست مولوی عزیزالله مصطفی، معاون والی ننگرهار، و با حضور مولوی عبدالباری سعیدی، رئیس دفتر وزارت اقتصاد، و مولوی عطاءالرحمن فاتح، رئیس اقتصاد این ولایت، برگزار شد. هدف اصلی. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۱۳:۵۹
Background image

الحاج قاری دین محمد حنیف وزیر اقتصاد در دیدار با نماینده گان سازمان‌های بین‌المللی (UNAMA) و (IOM) پیرامون رسیدگی به مشکلات مهاجرین عودت‌کننده بحث نمودند.

در آغاز، وزیر اقتصاد از همکاری این نهادها تقدیر نموده و با اشاره به «ازدحام بی‌سابقه» مهاجرین در تخته‌ پل کندهار، خواستار افزایش فعالیت‌ های سازمان بین‌المللی مهاجرت از دو وقت به سه وقت. . .

BACK TO NEWS