د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه

press
دوشنبه ۱۴۰۱/۹/۲۸ - ۱۴:۴۱
د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. په پیل کې د غونډې له اجنډا سره سم پر یو لړ موضوعاتو بحث وشو چې له جملې یې د کمال خان بند اړوند د کانالونو پاتې چارې به د ملي پراختیا شرکت له خوا د شوي قرارداد له مخې بشپړیږي او د بند د پاتې چارو له تکمیلېدو وروسته به  د ځمکو وېش په اړه تصمیم نیول کیږي. همدارنګه پرېکړه وشوه، چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دې د ا.ا.ا له خوا یوه رسمي اعلامیه ترتیب کړي او د ملي راډیو تلوېزیون او محلي راډیوګانو له لارې دې ولس ته دا وضاحت ورکړل شي چې د قوش‌تېپې کانال او نورو کانالونو اړوند د ځمکو د توزیع په اړه روانې ګنګوسې حقیقت نه لري او هېڅوک حق نه لري چې د یادو کانالونو اړوند د ځمکو په حساب له  چا سره د توزیع معامله وکړي او یا په دې نامه له خلکو څخه پیسې او اسناد راټول کړي. که چا د کانالونو د ځمکو د وېش په نامه له ولس څخه پیسې یا اسناد واخیستل، نو د حکومت له خوا به د جدي او قانوني چلند سره مخ کیږي. ورپسې  په هېواد کې د ذخیروي بندونو د تخریب او ماتېدلو د مخنیوي، ساتنې او پاملرنې په پار پرېکړه وشوه، چې د اوبو او انرژۍ وزارت دې له مالیې وزارت سره په ګډه کار وکړي او هغه بندونه دې په ګوته کړي چې بېړني ترمیم ته اړتیا لري او بیا دې د ملي بودیجې له لارې د دې بندونو د ترمیم، ساتنې او څارنې لپاره موضوع د وروستۍ پرېکړې په پار اقتصادي کمېسیون ته وړاندې کړي. د غونډې په بله برخه کې د شرکتونو د تضمیناتو، تامیناتو او طلباتو د ورکړې پر څرنګوالي بحث وشو او پرېکړه وشوه، چې د اقتصادي کمېسیون د ۱۴۴۳هـ.ق کال د رمضان المبارک د ۲۳ مې نېټې د شپږمې مصوبې د فیصلې پر اساس، د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت، مالیې وزارت او د افغانستان بانک له خوا د نورو اړوندو وزارتونو، ادارو او خصوصي سکتور سره په مشوره د خصوصي شرکتونو د تضمیناتو، تامیناتو او طلباتو د استرداد څرنګوالی تایید دی. د کابینې له تایید وروسته دې د مالیې وزارت او د افغانستان بانک له نورو ارګانونو سره په همکارۍ د یادو تضمیناتو، تامیناتو او طلباتو د ورکړې څرنګوالی د ترتیب شویو موادو مطابق اجرا کړي. همدارنګه د هلمند د زمینداور کانال پروژې په اړه خبرې وشوې، پرېکړه وشوه، چې د ا.ا.ا د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت په همغږۍ او د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په مشرۍ د اوبو او انرژۍ وزارت، کانونو او پټرولیم وزارت، ملي پراختیا شرکت او چاپېریال ساتنې ملي ادارې یوه ګډه تخنیکي کمېټه دې د زمینداور کانال په اړه یو ځل بیا څېړنې ترسره کړي او هلته دې د اوبو د زېرمو په پام کې نیولو سره د پروژې د امکان سنجۍ او قېمت ټاکنې په ګډون ترسره شویو مطالعاتو ته له سره کتنه وکړي او د خپلو موندنو راپور دې اقتصادي کمېسیون ته وړاندې کړي. د غونډې په پای کې د هرات په ګمرک او اسلام کلا بندر او همدارنګه د هېواد په نورو ګمرکونو او بندرونو کې له ۲۰۱۰څخه د ټيټ ماډل موټرو او همدارنګه د ښي لاس هغو موټرو چې تېرې ادارې د پنځو کالو اسناد ورکړي وو، خو وخت یې پوره شوی دی او تېرې ادارې ضبط کړي دي، همداراز هغه موټر چې ترافیکي پېښې یې کړې دي او تېرې ادارې ضبط کړي دي؛ د دغو ټولو موټرو په اړه پرېکړه وشوه، چې د افغانستان اسلامي امارت د کابینې د ۱۴۴۳ هـ.ق کال د ۲۷مې مصوبې د فیصلې پر اساس، د هېواد په ګمرکونو کې د درول شویو او نورو نامحصول شویو موټرو د محصول کولو او د ترانسپورتي ستونزو د حل په موخه دې د ا.ا.ا د ترانسپورتي چارو تنظیم کمېسیون له خوا د برابر شوي راپور پر اساس جوړه شوې طرح تطبیق او عملي شي او اړونده چارې دې د ټاکل شوي هیئت له خوا تعقیب شي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۹:۵۶
Background image

برگزاری برنامه‌ی آموزشی و تخصصی رهبری استراتیژیک و پالیسی‌سازی

ریاست پالیسی و استراتیژی اقتصادی وزارت اقتصاد با همکاری نهاد بین‌المللی CTB و سازمان خدماتی و مشورتی Nile Mars ISO، برنامه آموزشی «رهبری استراتیژیک و پالیسی‌سازی» را با حضور شماری از. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۳۰ - ۱۰:۲۰
Background image

نشست هماهنگی چارچوب انکشافی سال ۲۰۲۶ میلادی، سازمان ملل متحد در افغانستان در راستای تحقق اولویت‌ های راهبرد انکشافی افغانستان تحت ریاست الحاج قاری دین محمد " حنیف" وزیر اقتصاد برگذار گردید

دراین نشست، نماینده وزارت محترم امور  خارجه، ایندریکا راتواته، معاون نماینده ویژه سازمان ملل متحد در افغانستان (یوناما)، روسای دفاتر سازمان ملل متحد در افغانستان، نمایندگان اتحادیه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۰ - ۱۱:۱۲
Background image

محترم الحاج قاری دین محمد "حنیف "وزیر اقتصاد، طی ملاقات شان، با شان کلاهان رئیس عمومی موسسه بین المللی ( CRS )  و هئیات همراه شان پیرامون تداوم کمک های بشری، پاسخگویی موثر به مشکلات معیشتی و ایجاد سهولت های لازم به عودت کنندگان صحبت نمودند

در این ملاقات که، حسن محمد المهدی رئیس منطقوی دفتر CRS برای آسیا و اروپا و خانم برانون مور، رئیس دفتر CRS در افغانسنتان نیز حضور داشتند، پیرامون فعالیت ها و عرضه خدمات بشری این نهاد در. . .

BACK TO NEWS