د اقتصاد وزارت سرپرست الحاج قاري دین محمد حنیف نن پنجشنبه ۲۷/۱۱/۱۴۰۱ هـ ق، په کابل کې د جاپان له سفیر ښاغلي تاکاشي اوکادا سره وکتل.
د اقتصاد وزارت سرپرست الحاج قاري دین محمد حنیف نن پنجشنبه ۲۷/۱۱/۱۴۰۱ هـ ق، په کابل کې د جاپان له سفیر ښاغلي تاکاشي اوکادا سره وکتل.
په پیل کې ښاغلي تاکاشي اوکادا د جاپان او افغانستان اوږدمهاله اړیکو ته اشاره وکړه او ویې ویل: جاپان غواړي د افغانستان له خلکو سره د خپلو اوږدمهاله اړیکو پر بنسټ بشري او انکشافي مرستې وکړي، تر څو د دې هېواد خلک له ستونزو سره مخ نشي.
ورپسې د اقتصاد وزارت سرپرست هم د بشردوستانه مرستو په برخه کې د جاپان هېواد د کارونو ستاینه وکړه او په افغانستان کې د ناوړه اقتصادي وضعیت لامل د نړیوالې ټولنې له خوا د مرستو او بندیزونو ځنډول وبلل او زیاته یې کړه، چې افغانستان له نړۍ څخه یو جلا هېواد نه دی، بلکه افغانستان د نړیوالې ټولنې یوه برخه ده او په دې هڅه کې دی چې له نړۍ سره ښې اړیکې ولري.