نن دوشنبه ۱۵/۰۳/۱۴۰۲ د اقتصاد وزارت سرپرست قاري دین محمد حنیف په خپل دفتر کې د افغانستان د علماوو او کارپوهانو د مشورتي ټولنې له غړو سره غونډه وکړه.

press
دوشنبه ۱۴۰۲/۳/۱۵ - ۱۵:۴۲
نن دوشنبه ۱۵/۰۳/۱۴۰۲ د اقتصاد وزارت سرپرست قاري دین محمد حنیف په خپل دفتر کې د افغانستان د علماوو او کارپوهانو د مشورتي ټولنې له غړو سره غونډه وکړه.

نن دوشنبه ۱۵/۰۳/۱۴۰۲ د اقتصاد وزارت سرپرست قاري دین محمد حنیف په خپل دفتر کې د افغانستان د علماوو او کارپوهانو د مشورتي ټولنې له غړو سره غونډه وکړه.
په دې غونډه کې د افغانستان د عالمانو او متخصصینو انجمن چې د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه یو شمېر افغانان هم په دې انجمن کې غړيتوب لري، د نظریاتو د تبادلې لپاره د یوه داسې میکانیزم د جوړولو په اړه بحث او خبرې وشوې چې د اسلامي بنسټونو د پیاوړتیا او د افغانستان د ښه انځور د رامنځته کولو په موخه، نړۍ ته د اسلامي امارت او په افغانستان کې پانګونې ته د سوداګرو هڅولو په اړه خبرې وشوې. لومړی ښاغلي هارون احمدزي د دې انجمن په استازیتوب د اقتصاد وزارت له میلمه پالنې مننه وکړه او د افغانستان اسلامي امارت له کړنو، سیاست او اقتصادي سیاست څخه یې ملاتړ وکړ او یادونه یې وکړه چې په تخنیکي برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دی او زیاته یې کړه چې موږ د اسلامي نظام د ثبات او د ګران هېواد د اقتصادي وضعیت د ښه والي لپاره په تخنیکي او مشورتي برخو کې هر ډول همکارۍ ته چمتو یو.
د اقتصاد وزارت سرپرست د افغانستان د پوهانو او متخصصینو د مشورتي ټولنې د رغنده نظریاتو او وړاندیزونو د هرکلي په ترڅ کې له هغوی سره د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه او د هغوی مشورې یې د هېواد د اقتصادي وضعیت د ښه والي په برخه کې اغېزمنې او مهمې وګڼلې.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۱:۴۳
Background image

در مراسمی که با حضور رئیس دفتر مقام وزارت اقتصاد و مسئولین مقام ولایت در تالار ریاست اقتصاد ولایت لغمان برگزار شد، مولوی‌ عطاءالرحمن فاتح به سمت رئیس اقتصاد این ولایت معرفی گردید

در آغاز، شیخ عبدالباری سعیدی، رئیس دفتر مقام وزارت اقتصاد، همراه با رئیس اسبق اقتصاد ولایت لغمان، رئیس اسبق اقتصاد ولایت ننگرهار و جمعی از رؤسای ادارات سکتوری، با قاری بختیار معاذ، والی. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۱:۴۲
Background image

الحاج قاری دین محمد "حنیف" وزیر اقتصاد، با حای یانگ ( Hui yang) رئیس کمپنی هانکانگ گروپ و تیم همراه شان ملاقات نمودند

آقای یانگ، ضمن خرسندی از امنیت سرتاسری در افغانستان از فرصت ها و تسهیلات ایجاد شده برای سرمایه گذاران خارجی قدردانی نمود، موصوف پیرامون فعالیت ها و تجارب کمپنی شان در کشور های مختلف. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۱:۴۰
Background image

الحاج قاری دين‌محمد حنيف، د اقتصاد وزير:

له ملي پوهنتون څخه مننه کوم، چې د دې داخلي کنفرانس تطبيق لپاره يې زمينه برابره کړه، هيله لرم چې د دې څېړنيز کنفرانس پايلې د روغتیا برخې لپاره اغېزناکې تمامې شي، د علمي او اقتصادي. . .

BACK TO NEWS