د اقتصاد وزارت د رهبري پلاوي نوبتي غونډه د اقتصاد وزارت سرپرست، قاري دین محمد حنیف په مشرۍ جوره شوه.
نن سه شنبه د ۱۴۴۲/۶/۲۱ هـ ش نیټه چې د ۱۴۴۵/۲/۲۶ هـ ق نیټې سره سمون خوری د اقتصاد وزارت د رهبري پلاوي نوبتي غونډه د اقتصاد وزارت سرپرست، قاري دین محمد حنیف په مشرۍ، د اقتصاد وزارت مالي او اداري مرستال او مرکزي مسوولینو او رئیسانو په ګډون جوړه شوه.
په دې غونډه کې د مرکزي ادارو د کاري اجراآتو د پر وخت راپور ورکولو، د وزارت په وېبپاڼه کې د راپور خپرېدو او د اقتصادي کمېسیون د پرېکړه لیک د درېیمې مصوبې پر بنسټ د افغانستان د ملي پرمختیايي ستراتیژۍ د تنظیم په اړه بحث وشو. د اقتصاد وزارت سرپرست د کاري چارو د لا ښه والي په موخه د اړوندو ادارو رئیسانو ته لازمې لارښوونې وکړې.