د اقتصاد مرستیار محترم محمد اسماعیل رحیمی په پکتیا کې د سوېل، ختیځ او لوديځ دهلېز یو ورځنی کنفرانس گدون

hurmat
یکشنبه ۱۳۹۸/۷/۷ - ۱۴:۴۷
image

چهارشنبه/د تلې ۳ مه/ ۱۳۹۸ ل. ل
د پکتیا په مرکز ګردېز کې د سیو کوریډور (South, East, West Corridor) تر سرليک لاندې یو ورځنی علمي کنفرانس ترسره شو. په دغه کنفرانس کې د پکتیا او پکتیکا ولایتونو واليانو، د اقتصاد، سوداګرۍ او صنعت، اطلاعاتو او فرهنګ، او ترانسپورټ وزارتونو مرستیالانو، د څو نورو وزارتونو او خوست ولایت استازو، د جمهوري ریاست د چارو ادارې همکارانو، د پکتیا ولایتي ادارې رئیسانو، د مدني ټولنې غړو، علماوو، قومي مشرانو، ښځو، ځوانانو او د پوهنتون زده کړیالانو ګډون کړی و.
پکتیا والي شميم خان کټوازي په خپلو خبرو کې وویل چې د یوه ملت د یووالي او اتحاد لپاره د دوی تر منځ د جغرافیايي، تاریخي او هویتي مشترکاتو تر څنګ اړينه ده، چې دغه ملت یو لړ ګډ خوبونه، هدفونه ولري، چې په ګډه سره یې تعقیب کړي. نوموړي وویل چې د لویو پروژو او ملي برنامو لپاره لومړنی کار د حکومتونو د رهبرۍ، سیاسي او لوستي قشر دا وي، چې د همدغو ګډو خوبونو د تعبیر پر لارو او د اهدافو پر اهميت ملت وپوهوي، پر ملي ګفتمان یې بدل او بالاخره د عمل جامه ورواغوندي چې د سوېل، ختیځ او لویدیځ دهلېز په اړه په پکتیا کې لومړنی کنفرانس د همدغو هڅو یوه برخه ده.
ښاغلي کټوازي وویل:” په تېرو پنځو کلونو کې د یوه ملت په توګه د ګډ شعوري ويښتابه په لوري چټک مزل کړی دی. ۲۰۱۴ د ټولو په یاد دی. د ډېرو لپاره داسې یو کال و، چې د په سکوت سره یې د احتمالي سقوط انتظار کاوه او وضعيت په ورځني ډول مديریت کېده؛ د کلونو د پلانګذارۍ بحث بیخي د خندا وړ او خیالي برېښېده. خو خوشبختانه پنځه کاله وروسته د لسیزو وېژن او لرليد په پوره باور بیانيږي. د ملت پر خپله راتلونکې دغه باور او د یوه سوکاله افغانستان لپاره د ګډ وېژن او خوب د تعمير لپاره د دوی په خپلو مغزو او مټو په زور یقین رامنځته کېدل یو ستر تحول او شعوري مزل دی.”
له کابل څخه د راغلي هیئت په استازولۍ د سوداګرۍ او صنعت وزارت د سوداګرۍ چارو مرستيال اجمل حميد عبدالرحیمزي خبرې وکړې او ویې ویل، چې سیو کوریډور چې فعلاً یې په اړه د ولس د نظرونو د راغونډولو او د دغې ملي او سترې برنامې د پلي کېدو لپاره د ولسي ملاتړ په راجلبولو کار روان دی، د عملي کېدو په صورت کې د افغانستان له یوولسو ولایتونو (بدخشان، نورستان، کنړ، ننګرهار، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، زابل، کندهار، هلمند او نیمروز ولایتونو څخه تېر او په مسير کې به یې پر سړکونو، رېل پټلیو، اقتصادي، فرهنګي او تعلیمي زونونو، د اوبو پر بندونو، نوري فایبر او داسې نورو اړينو مهمو پروګرامونو کار ترسره شي.
نوموړي وویل، چې په تېرو پنځو کلونو کې د سيمې له هېوادونو سره څو مهمې ټرانزیټي لارې او بندرونه خلاص شوي دي، چې ورسره پر پاکستان تجارتي اتکا کمه شوې ده او د سیو کوریډور په څېر د برنامو پلي کېدل به له افغانستان سره لا زیاته مرسته وکړي، چې د سيمې د وصل پر واقعي نکتې بدل شي.
د کنفرانس په اوږدو کې د اقتصاد وزارت معین محمد اسماعیل رحیمی، اطلاعات و فرهنګ وزارت د ځوانانو معین ښاغلي اجمل شاپور، د ټرانسپورټ وزارت معين ذکریا محمدي، او پوهنې وزارت د ولسي شوراګانو د انسجام رئیس رحیم الله لودین، د چارو ادارې تخنیکي مرستيال د دفتر آمر یوسف شور او ځينو نورو ګډونوالو هم خبرې وکړې او پر ټاکل شوې موضوع یې خپل نظرونه له ګډونوالو سره شریک کړل.
د کنفرانس په پای کې د پکتیا والي شمیم خان کټوازي، د پکتیکا والي مجیب الرحمان څمکني، د چارو د ادارې د جلالتماب جمهور رئیس د ژمنو د تعقیب ریاست مسؤل او د خوست ولایت د سکتور رئیس بهرام بهیر د لویې پکتیا له ولایتونو سره د جمهور رئیس د ژمنو د پلي کېدو پر څرنګوالي رڼا واچوله او د ګډونوالو پوښتنو ته یې ځواب ووایه.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۳۰ - ۱۰:۲۰
Background image

نشست هماهنگی چارچوب انکشافی سال ۲۰۲۶ میلادی، سازمان ملل متحد در افغانستان در راستای تحقق اولویت‌ های راهبرد انکشافی افغانستان تحت ریاست الحاج قاری دین محمد " حنیف" وزیر اقتصاد برگذار گردید

دراین نشست، نماینده وزارت محترم امور  خارجه، ایندریکا راتواته، معاون نماینده ویژه سازمان ملل متحد در افغانستان (یوناما)، روسای دفاتر سازمان ملل متحد در افغانستان، نمایندگان اتحادیه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۰ - ۱۱:۱۲
Background image

محترم الحاج قاری دین محمد "حنیف "وزیر اقتصاد، طی ملاقات شان، با شان کلاهان رئیس عمومی موسسه بین المللی ( CRS )  و هئیات همراه شان پیرامون تداوم کمک های بشری، پاسخگویی موثر به مشکلات معیشتی و ایجاد سهولت های لازم به عودت کنندگان صحبت نمودند

در این ملاقات که، حسن محمد المهدی رئیس منطقوی دفتر CRS برای آسیا و اروپا و خانم برانون مور، رئیس دفتر CRS در افغانسنتان نیز حضور داشتند، پیرامون فعالیت ها و عرضه خدمات بشری این نهاد در. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۱:۴۳
Background image

در مراسمی که با حضور رئیس دفتر مقام وزارت اقتصاد و مسئولین مقام ولایت در تالار ریاست اقتصاد ولایت لغمان برگزار شد، مولوی‌ عطاءالرحمن فاتح به سمت رئیس اقتصاد این ولایت معرفی گردید

در آغاز، شیخ عبدالباری سعیدی، رئیس دفتر مقام وزارت اقتصاد، همراه با رئیس اسبق اقتصاد ولایت لغمان، رئیس اسبق اقتصاد ولایت ننگرهار و جمعی از رؤسای ادارات سکتوری، با قاری بختیار معاذ، والی. . .

BACK TO NEWS