په کندهار د پنځمې ناحیې د حاجي عزیز سړک ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

habibi_admin
Thu, Mar 04 2021 9:16 AM
image

۱۳۹۹لمریز کال/ کب/۱۴

د کندهار ولایت په پنځمه ناحیه کې د حاجي عزیز سړک، چې کار یې په دې وروستیو کې بشپړ شوی و د اقتصاد وزیري ډاکټر کریمه حامد فاریابي، د کندهار ولایت والي الحاج روح الله خانزاده، د ولایتي شورا مرستیال حاجي عبدالقیوم، د کندهار ښاروال انجینیر محمد رفیع حیات له لوري افتتاح او ګټي اخیستني ته وسپارل شو.

په پیل کې د کندهار والي له ښاریانو څخه وغوښتل، چې د سړکونو په ساتنه او پالنه کي زیاته پاملرنه وکړئ او د شته پانګې د ساتنې لپاره خپله بنسټیزه ونډه ترسره کړي.

وروسته د اقتصاد وزیري ډاکټر کریمه حامد فاریابي وویل: عمراني او بنسټیز فعالیتونه، نه یوازې د ټولنې او اقتصادي پراختیا لامل کېږي، بلکه د ټولنې د سولې او سوکالۍ لپاره مهمه ونډه اخیسته ثابتوي. د سړک جوړښت د ژوند آسانتیاو د برابرولو ترڅنګ د ټولنې د پراختیا ټولو برخو ته اغیز ښندي او د سولې بنسټونه پیاوړي کوي. د امنیت په ساتلو سره د خلک ژوند ته بدلون راولي.

همدارنګه د کندهار ښاروال انجنیر محمد رفیع حیات او د اقتصاد وزارت د کارموندنې برنامې رییس مطیع الله جاهد په خپلو خبرو کې وویلې: یاد سړک، چي ۹۲۴ متره اوږدوالی او ۱۲ متره بر لري د ۲۹۵۷۵۸۳۰ افغانیو په لګښت د نړیوال بانک له لوري تمویل شوی او د کندهار د ښاروالۍ په مدیریت سره د افغان کرستل شرکت لخوا د ۷ میاشتو په لړ کې بشپړې شوی دی.

یاده پروژه د کارموندنې EZ-KAR برنامې لومړنۍ پروژه وو، چې د اقتصاد وزارت تر مشرتابه او د بهرنیو چارو وزارت، د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت ، د سیمه اییزو ارګانونو خپلواکې ادارې او د کابل ښاروالۍ په همغږۍ تر سره شوې، چې د سیمې خلکو ته د ژوندانه د آسانتیاو د برابرولو ترڅنګ ۴۲۰۰ بې کاره ځوانانو ته یې کاري فرصت هم برابر کړی و.

Latest news

Tue, Sep 12 2023 3:40 PM
Background image

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy, with the participation of the. . .

BACK TO NEWS