د کندهار ولایت د پراختیایي کمیټې PDC غونډه جوړه شوه

habibi_admin
Mon, Apr 19 2021 8:17 AM
image

افغانستان- د اقتصاد وزارت: د کندهار ولایت د پراختیایي کمیټې غونډه د کندهار والي ‌روح‌الله خان‌زاده په مشرۍ او د یاد ولایت د اقتصاد رییس ګل احمد آرین او ځینو مرستندویه او تمویل کونکو نهادونو په ګډون د ولایت مقام د کنفرانس په تالار کې جوړه شوه.

د کندهار والي په دې غونډه کې ۱۴۰۱ کال لپاره د پراختیایي پروژو د لومړیتوب ورکوونې لپاره د ځپل شویو سیمو پر دقیقه سروې ټینګار وکړ.

د اقتصاد رئیس ګل محمد آرین زیاته کړه، د کندهار د اقتصاد ریاست د جاري کال لپاره ددغه ولایت پرمختیایي پلان ترتیب کړی دی، چي د ټولو ادارو سره د پروژو غوښتنلیکونه، د پروژو د خلص او د سندونو او مربوطه سکتوری ریاستونو په همکارۍ جوړ شوې، چي په ټولیزه توګه ۶۳ پروژې په مجموعي ارزښت ۱ میلیارد، ۳۱۴ میلیونه، ۵۲۶ زره او ۷۸ افغانۍ کیږي، پیشنهاد شوې دي، چې یادې پروژې ته د روڼتیا او حساب ورکوونې او هم د جنسیتي تناسب سره سم لومړیتوب ورکول شوی دی.

همدارنګه په دې غونډه کې د کندهار-سپین بولدک د ریل پټلۍ د جوړولو په اړه، چې د پاکستان سره د افغانستان په ترانزیټي ارزښت او اقتصادي وده کې اړین دی، بحث ترسره شوه.

 

 

Latest news

Tue, Sep 12 2023 3:40 PM
Background image

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy, with the participation of the. . .

BACK TO NEWS