د سولې وروسته په ټولنه او نظام کې د ښځو په معناداره ګډون د اقتصاد وزیرې ټینګار

habibi_admin
Thu, Apr 22 2021 10:04 AM
محترم دوکتور کریمه حامد فاریابی وزیر اقتصاد بر حضور معنادار زنان در اجتماع و نظام پساصلح تاکید ورزید

افغانستان-د اقتصاد وزارت: د اقتصاد وزیرې داکټر کریمه حامد فاریابي د "انتقال پروسې او د ښځو ګډون" په مشورتي ناسته کې د سولې وروسته په ټولنه او نظام کې د ښځو په معناداره ګډون ټینګار سره د جمهوریت نظام ملاتړ یې د هر افغان د دندې په توګه یاد کړل.

نوموړې په دې ناسته کې، چې د ښځو د چارو وزارت سرپرستې وزیرې حسینه صافي او د پخلاینې عالي شورا مرستیال، سناتورانو، مرستیالانو او د ښځې د حقونو فعالانو په ګډون د زینب سینما په تالار کې جوړه شوی وو ، سړه جګره یې له تانده جګړې خطرناکه وبلله او د هېواد له ټولو رسنیو څخه یې غوښتنه وکړه، چې د بیان د آزادی په بحث کې د هېواد له سترو منافعو ته ارزښت او لومړیتوب ورکړي.

د اقتصاد وزیرې د اساسي قانون په دویم څپرکۍ کې هر ډول تعدیل او بدلون د سولې د پخلاینې لپاره د سرې کرښې په توګه یاد کړ او ویې ویل، چې دغه څپرکی باید له هرې بدلون او لاسوهنې څخه په امن کې پاتې شي.

په دې ناسته کې ګډون کوونکي د سولې په پروسې کې د سیمو د هېوادونو د همکاریو په اړه د انتقال په پروسه کې د فرصتونو او ننګونو د پیژندلو په اړه د جمهوریت نظام په ساتلو او په خاصه توګه د ښځو د حقونو په اړه د سولې په پروسه کې له بریا څخه وروسته د نړیوالې ټولنې تضمین په اړه په خاص ډول د سولې نه وروسته د ښځو حقونو په اړه د ښځو اقتصادي پیاوړتیا او د مذاکراتو پرمختیا لپاره اوربند اقدام د سولې په دواړو لوریو، د ښځو د ونډې زیاتېدل او په مرکز او ولایتونو کې د ښځو د ایتلاف رامنځه کېدلو په اړه بحثونه وشول او دا ددوی ټولو غوښتنه وو.

 

Latest news

Tue, Sep 12 2023 3:40 PM
Background image

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy, with the participation of the. . .

BACK TO NEWS