د پکتیا د روغتیایي علومو انسټیټیوټ ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

habibi_admin
Fri, Apr 23 2021 10:08 AM
تعمیر انستیتیوت علوم صحی پکتیا به بهره‌برداری سپرده شد

اقتصاد وزارت - افغانستان: په پکتیا کې د روغتیایي علومو انسټیټیوټ ودانۍ د ۲۲.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د دوست هیواد هندوستان د مالي مرستو د ټولنیز اغیز پراختیایي پروژېHICDP تر سیوری لاندې د پکتیا په مرکز جوړه او د پکتیا والي محمد حلیم فدایي او د اقتصاد رییس بهرام بهیر او ځایي چارواکو له لوری یې پرانیسته او

ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

په دې غونډه کې د پکتیا والي د اقتصاد وزارت او د هند سفارت د پروژې تمویل لپاره مننه وکړه او وېې ویل: دا ودانۍ مخکې د NAC کمیټې له لوري، چې د زده کوونکو د ښوونې لپاره یې مناسب ځای نه درلوده . او اوس به د روغتیا علومو تدریس لپاره ځانګړې شوې ده.

ددغه دوه پوړيزې ودانۍ په جوړولو سره، چې ( ۲۴) درسي خونې او (۶) دفتري خونې لري د (۲۰۰) زده کوونکو لپاره د تعلیم یو وړ او مناسب ځای پکې چمتو شوی دی.

 

Latest news

Tue, Sep 12 2023 3:40 PM
Background image

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy, with the participation of the. . .

BACK TO NEWS