د ولایتي پراختیا کمیتې غونډه (PDC)

habibi_admin
Sat, Apr 24 2021 8:54 AM
جلسه کمیته انکشافی ولایتی (PDC)

افغانستان- د اقتصاد وزارت:

د ولایتي پراختیا کمېتې غونډه (PDC) د بادغیس ولایت والي حسام الدین شمس په مشرۍ او د ولایت د اقتصاد رییس محمد ادریس حسان او د دولتي اداراتو رییسانو په ګډون د ولایت د مقام په سالون کې ترسره شوه.

د غونډې په پرانیسته کې د بادغیس ولایت والي، د پراختیایي کمېټې د ارزښت او د پراختیایي پروژو پورې اړونده مواردو باندې خبرې وکړې او د یادو پروژو پر اړینتوبونو یې ټینګار وکړ.

وروسته د دې ولایت د اقتصاد رییس د سکتوري ادارتو لخوا هغو وړاندیز شویو پروژو په اړه چې د سکتورونو د فرعي کمېټو، تخنیکي کمېټې او د عامه مالي مدیریت د کمېټې لخوا چارې یې طی مراحل او بیرته اقتصاد ریاست ته راستانې شوې وې، په لنډه توګه معلومات وړاندې کړه او پای کې په ډېری رایو سره د "(۱۴۰۱ )لمریز کال د ولایتي اقتصادي- ټولنیز پلان" ته د (۹۵۶،۷۰۱،۳۰۰) افغانیو په ارزښت( ۴۸) پروژې تصویب شوې.

سربېره پر دې، د اقتصاد رییس د (۱۴۰۰) مالي کال کې د ولایت د منظور شوي پراختیایي پروژو په اړه چې (PMRS)سیستم کې شامل شوې دي، د دې سیستم د چارچلند او موثریت په اړه معلومات ورکړل او زیاته یې کړه، چې په (۱۴۰۰) مالي کال کې د (۲،۸۶۲،۹۴۳،۳۰۷) مجموعي بیې په ارزښت (۴۷) پروژې سیستم کې ثبت شوې دي.

نوموړي له هغو ریاستونو، چې د ولایتي پروژو په ډلبندۍ کې ونډه لري غوښتنه وکړه چې خپلې منظور شوې پروژې یې د مرکزي اداراتو لخوا تعقیب کړي، څو چې د پروژو چارې یې په چټک پر مخ لاړ او پلي شي.

 

 

Latest news

Tue, Sep 12 2023 3:40 PM
Background image

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy, with the participation of the. . .

BACK TO NEWS