د افغانستان د اقتصاد وزارت د برېښنایي څارنې او راپور ورکونې مرکزي او ولایتي سیستم فعال شو
د اقتصاد وزارت د برېښنایي څارنې او راپور ورکوونې مرکزي او ولایتي سیستم فعال شو
د دې سیستم د رامنځته کولو موخه په هېواد کې د پراختیایي پروژو د پلانونو او پلي کولو له بهير څخه څارنه او راپور ورکول دي، څو د روڼتیا، حساب ورکونې او د پراختیایي پلانونو او پروژو پر وخت او ګټور ډول د پلي کېدو له ګړنديتوبه ډاډ تر لاسه شي.
یاد سیستم چې دا مهال د هېواد په ۱۳ ولايتونو ( کابل، بلخ، هرات، کندهار، پروان، لغمان، کنړ، فراه، میدان وردګ، ننګرهار، فاریاب، غور او غزني) کې فعال دی، په کې د ۲۳۰۰ پروژو د پلي کولو او پرمختګ په اړه معلومات شتون لري.
ياد سیستم معلوماتو ته د هېواد د وګړو لاسرسی اسانه کوي، چې څنګه پراختیایی پروژې پلې او پراختیا مومي، دوی ته دا وړتیا ورکوي چې ځایي اړتیاوې وپېژني او لومړیتوبونه درک کړي، ترڅو په نږدې سیمو کې پرمختیایي پلان جوړولو ته وده ورکړي.
ټاکل شوې، چې نوموړی سیستم د روان کال د غبرګولې میاشتې په ترڅ کې د هېواد نورو ولایتونو کې هم فعال شي.
د دې سیستم له رامنځته کېدو مخکې د پراختیایي پروژو د پرمختګ او تطبیق په اړه د معلوماتو راټولول او راپور ورکول یو ډول پیچلي، ناباوره، ناسم، په ځینو مواردو کې غیر واقعي او د وخت ضایع کوونکي وو.