د اقتصاد وزارت خدماتي کارکونکو ته د مرستې بنډولونه وویشل شول

habibi_admin
Wed, Apr 28 2021 9:10 AM
توزیع بسته های کمکی مواد غذایی برای پرسونل خدماتی وزارت اقتصاد

افغانستان- د اقتصاد وزارت: د EPEK موسسې د مرستې بنډلونه، چې مغذي او پروتیني توکو پکې و، د روژې د میاشت په پار د اقتصاد وزیرې ډاکټر کریمه حامد فاریابي په حضور کې د وزارت ۱۸۰ خدماتي کارکونکو ته وویشل شول.

په پیل کې د یادې موسسې رییس صفي الله نوري اړمنو ته د دغې مرستې د رسېدلو په خاطر د اقتصاد وزارت له همکارۍ څخه مننه وکړه او د توزیع شويو توکو د روغتیایي ترکیب او ارزښت په اړه یې معلومات وړاندې کړل.

وروسته د اقتصاد وزیرې د EPEK موسسې له مرستو نه مننه وکړه او ډاډ یې څرګند کړ، چې د اقتصاد وزارت رهبري به د خپلو خدماتي کارکونکو د ژوندانه د بدلون لپاره به په هر اړخیزه توګه ترې ملاتړ کوي.

همدارنګه د اقتصاد وزیرې د EPEK موسسې رییس ته د ستاینلیک په ورکولو سره د هغوی د مرستې نه ستاینه وکړه.

 

Latest news

Tue, Sep 12 2023 3:40 PM
Background image

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy, with the participation of the. . .

BACK TO NEWS