د ۱۴۰۱ مالي کال لپاره د بلخ ولایت پراختیایي اقتصادي پلان په اړه بحث وشو

habibi_admin
Fri, Apr 30 2021 8:32 AM
بحث روی پلان انکشاف اقتصادی سال ۱۴۰۱ ولایت بلخ

افغانستان- د اقتصاد وزارت: د ۱۴۰۱ مالي کال لپاره د بلخ ولایت د اقتصادي او ټولنیز پراختیایي پلان د همغږۍ او د اوسنیو حالاتو د پراختیایي پروژو د څرنګوالي او په ۱۴۰۰ مالي کال د ملي بودجې په سند کې نوموړي ولایت ته ځانګړې شوې پراختیایي بودیجې غونډه د ولایتي شورا رییس او غړو، د سکتوري ادارو رییسانو او د افغانستان د روڼتیا څارونکې د دفتر مسؤلینو په ګډون په ولایتي شورا کې جوړه شوه.

د بلخ ولایت د اقتصاد رییس جنت ګل شرافت په اوسنیو حالاتو کې د اقتصادي او ټولنیزې پراختیایي پروژو څرنګوالي او په ۱۴۰۰ مالي کال کې د ملي بودیجې په سند کې یاد ولایت ته ځانګړې شوې پراختیایي بودیجې په اړه او د اقتصاد ریاست د رهبرۍ له لوري د پراختیایي پروژو د تطبیق څخه څارنه او ارزونې په اړه معلومات وړاندې کړل.

وروسته په بلخ ولایت کې د روڼیتا څارونکې موسسې د سیمه اییز دفتر مسؤل د څار د بورډ د پیدا کړو معلوماتو په وړاندې کولو سره د پروژو د چارو د کیفیت د لوړولو په موخه له زیربطو اداراتو څخه د څارنې بورډ د هدایت او پرېکړې د پلې کولو غوښتنه وکړه.

Latest news

Tue, Sep 12 2023 3:40 PM
Background image

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy, with the participation of the. . .

BACK TO NEWS