په اقتصاد وزارت کې د دولتي ادارو او وزارتونو سره د پلازمینې زون پراختیا ادارې کاري غونډه جوړه شوه

habibi_admin
Sat, May 01 2021 8:39 AM
په اقتصاد وزارت کې د دولتي ادارو او وزارتونو سره د پلازمینې زون پراختیا ادارې کاري غونډه جوړه شوه

افغانستان - اقتصاد وزارت: د وزارتونو او دولتي اداراتو سره د پلازمینې زون پراختیا ادارې کاري غونډه د اقتصاد وزیرې ډاکټر کریمه حامد فاریابي په مشرۍ او د پلازمینې زون د پراختیاادارې عمومي رییس نجیب الله شینواري، د یادې ادارې ستر سلاکار جارالله منصور، د اقتصاد وزارت مرستیال او اړوند رییسانو او د پلازمینې زون د پراختیا ادارې د رییسانو په ګډون د اقتصاد وزارت د کنفرانسونو په تالار کې جوړه شوه.

د غونډې په پیل کې د اقتصاد وزیرې د یادې ادارې له کړنو ، لاسته راوړنو او نوښتنو څخه ستاینه وکړه او د نوموړې ادارې څخه یې په مختلفو برخو کې او بغیر له وظیفوي ټکره د همکاریو او همغږۍ غوښتنه وکړه. او د منظمو تګلارو سره د سرچینو په ګټورې استفادې یې ټینګار وکړ.

وروسته د پلازمینې زون د پراختیا ادارې عمومي رییس نجیب الله شینواري د پلازمینې زون د پراختیا قانون د مسودې په اړه د معلوماتو په وړاندې کولو سره د اقتصادي مطالعاتو او بنسټونو په برخه کې د نورو ادارو او په ځانګرې ډول د اقتصاد وزارت د همکاریو غوښتنه وکړه.

همدارنګه په دې غونډه کې د پلازمینې زون د پراختیا ستر سلاکار جارالله منصوري د یادې ادارې اصلي فلسفه، د کړنو او اصلي دندو په یادولو سره د پرزنټیشن له لارې د پلازمینې زون ټول اصلي مسؤلیتونه او د اقتصاد وزارت سره ګډ اړخونه یې ګډون کونکو ته وړاندې کړل.

د غوندې په پای کې د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال محمد نبي سروش د برزنټیشن د اوریدو وروسته د هېواد د نافذه قوانینو په رڼا کې د اقتصاد وزارت او د پلازمینې زون د پراختیا ادارې په دوه اړخیزو همکاریو یې ټینګار وکړ.

 

Latest news

Tue, Sep 12 2023 3:40 PM
Background image

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy, with the participation of the. . .

BACK TO NEWS